د لاس رسي وړ اتصالات

هلمندکې د خوارځواکۍ او نس ناستې ناروغۍ زیاتوالی


په افغانستان کې د بې سرحده ډاکترانو ټولنې په هلمند ولایت کې د خوارځواکۍ او نس ناستې ناروغۍ د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې نن جمعه مۍ ۲۰ (غوايي ۳۰) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د تیرې یکشنبې په ورځ د هلمند مرکز لښکرګاه بست روغتون ته په ۲۴ ساعتونو کې په خوارځواکۍ او ناس ناستې ناروغۍ اخته ۱۰۲۶ کسانو مراجعه کړې ده.

د بي سرحده ډاکترانو ټولنې زیاته کړې دا لمړی ځل دی چې په یوه ورځ یوه ولایتي روغتون ته په دومره لوړ شمېر کې ناروغان مراجعه کوي.

دغه ټولنې ویلي چې په دغه ناروغانو کې ماشومان او د لویان شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او وايي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال له پيل څخه شاوخوا ۲۰۰زره پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر د اپرېل ۱۸ (وري ۲۹) خبریالانو ته ویلي و چې په دغه موده کې د خواځواکۍ شاوخوا ۶۰زره سختې پېښې او ۱۴۰زره یې متوسطې پېښې ثبت شوي دي.

ښاغلی هژیر وايي، د دوی څېړنې ښيي چې اوس مهال تر پنځه کلنۍ کم عمره ۳.۴میلیون ماشومان په دغه هیواد کې له خوارځواکۍ څخه ځوریږي. د نوموړي په خبره له دې جملې ۱.۱میلیون ماشومان په سختې خوارځواکۍ او شاوخوا ۲.۳میلیون نور ماشومان له متوسطې خوارځواکۍ اخته شوي.

دا په داسې حال کې ده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) تیره ورځ وویل چې په تیره مارچ میاشت کې په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ اخته ۳۵زره ۷۰۰ ماشومانو درملنه کړې ده.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي و چې خوارځواکي اوس مهال د افغانستان ۲۸ ولایتونو ته پراخه شوې ده.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام دمارچ میاشتې پر ۱۳مه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې اوس مهال څه باندې ۳.۵ میلیون افغان ماشومان غذايي درملنې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې همدارنګه هیله ښودلې وه چې په افغانستان کې په خوارځواکې له دغه اخته ماشومانو څخه زیات یې د ملګرو ملتونو «د ژوند ژغورنې تغذیې درملنې» مرستو ته لاس رسی لري.

XS
SM
MD
LG