د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې یو کس د خپلې کورنۍ ۱۲ غړي وژلي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په ایران کې مقاماتو نن یکشنبه فبرورۍ ۱۸ (سلواغه ۲۹) وویل چې یو سړي د کورنۍ شخړې له کبله خپل پلار او د کور ۱۱ نور غړي وژلي دي.

پېښه د ایران د کرمان ایالت د فاریاب ښار ته نژدې په یوې سیمې کې شوې ده.

د ایران رسمي‌ خبري اژانس ایرنا د دغه ایالت د څارنوال له خولې لیکلي دي: «یو ۳۰ کلن سړي د کورنۍ شخړې له کبله په کلاشینکوف باندې ۱۲ کسان وژلي، په وژل شویو کسانو کې یې پلار هم دی.»

په راپور کې د دغې کورنۍ شخړې په اړه نور جزیات ورکړل شوي نه دي، خو وايي چې بریدګر د پولیسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی. وايي پولیسو هڅه کوله چې هغه ونیسي.

په ایران کې دا ډول پېښې معمول نه ګڼل کېږي، پدې هیواد کې خلکو ته د وسلو لرلو اجازه نه شته او یوازې د ښکاري ټوپک د لرلو اجازه لري.

د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس تر دې مخکې د جنورۍ په میاشت یو بل کس هم د ایران د کرمان ایالت په یو پوځي مرکز کې پنځه تنه وژلي وو او تښتدېلی و. مقامات وايي چې دغه کس راغلی وو چې د عسکرۍ په خدمت کې شامل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG