د بشري اسکان لپاره د ملګرو ملتونو اداره (UN-Habitat) وايي چې د افغانستان ډېر ښارونه لا هم د دې لپاره برابر نه دي، چې خلک دې په کې مېشت شي او ژوند وکړي.
دغې ادارې د سه شنبې په ورځ (فبروري۱۷) په خپل رسمي ایکس کې لیکلي دي چې توقع کېږي «په ۲۰۶۰ کال کې په افغانستان کې په هرو دوو کسانو کې به یې یو په ښارونو کې ژوند» کوي.
خو دغې ادارې خبرداری ورکړی دی چې لا «هم ډېر ښارونه دغه چټک بهیر» او ښاري ژوند ته برابر نه دي. مګر دا خبره یې کړې ده که د ښارونو ودانولو ته لومړیتوب ورکړل شي، ممکن دا ستونزه تر ډېره حل شي.
د بشري اسکان لپاره د ملګرو ملتونو ادارې لیکلي دي: «د کافي او خوندي چاپیریال برابرولو ته په لومړیتوب ورکولو سره کولای شو داسې ښارونه اباد کړو چې هر څوک په کې عالي ژوند ولري.»
افغانستان یو کرنیز هېواد بلل کېږي، چې اکثریت خلک یې په کرنې او مالدارۍ پايي، خو د بشري حقونو د ادارو د راپورونو په اساس روانې وچکالۍ، د نفوس زیاتېدل، د کارونو او نورو امکاناتو نشتوالی خلک اړ کوي چې له کلیو او بانډو څخه ښارونو ته وکوچېږي.
د بشري اسکان لپاره د ملګرو ملتونو ادارې خبرداری ورکړی و چې په ښارونو کې د نفوس زیاتېدو ته په کتو باید د ښارونو د پراخوالي لپاره دقیق پلانونه جوړ او تطبیق شي.دغې ادارې تر دې مخکې راپور ورکړی و چې په ۲۰۶۰ کال کې ۴.۲ میلیون خلک په افغانستان کې عاجلې سرپناه او غیر غذايي موادو ته اړتیا ولري.
د نړیوال بانک ګروپ د ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې په خپل یو تفصیلي راپور ویلي چې په تېرو دوو لسیزونو کې په افغانستان کې په ښارونو کې د ژوند کولو بهیر چټک و او دې کار یو لړ ستونزې زېږولې دي.
د نړیوال بانک د ګروپ په دغه راپور کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې د ښارونو نفوس د ټول هېواد ۲۵ فیصده اټکل کېږي او دا شمیره د ۲۰۱۸ څخه نیولې تر ۲۰۲۲ پورې څلور سلنه زیاته شوې ده.
په راپور کې ویل شوي دي چې ښارونه په ناسم او غیر رسمي ډول پراخ شوي، چې باکیفیته او کافي اساسي خدمتونه په کې کم دي. راپور همدغه راز وايي چې دا ډول ښاري پراختیا د افغانستان لپاره د کافي خدماتو او د ژوند د فرصتونو په وړاندې د ستونزو تر څنګ د اقلیمي خطرونو په وړاندې مخ په زیاتیدونکي ښاري نفوس ته هم ننګوونې او ستونزې زېږولې دي.
د اټکل له مخې افغانستان شاوخوا ۴۰ میلیون نفوس لري.
فورم \ دبحث خونه