د لاس رسي وړ اتصالات

منظور پښتین له خنډ او ځنډ وروسته کراچۍ ته ورسید


د پښتون د تحفظ غورځنګ (پي ټي ام) مشر، منظور پښتین، له خنډونو او ځنډ وروسته د کراچۍ ښار ته ورسید چې هلته د پښتنو یوې غونډې ته وینا وکړي.

د فعالینو په حواله،‌ ښاغلي پښتین غوښتل چې په الوتکه کې کراچۍ ته سفر وکړي خو دوو هوايي شرکتونو ورته ټکټ ورنکړ او دی اړ شو چې په موټر کې سفر وکړي. د کراچۍ پر لار هم د ښاغلي پښتین موټر په څو ځایونو کې د ناڅرګندو دلایلو له کبله وځنډول شو، خو هغه له شلو ساعتونو سفر وروسته د کراچۍ ښار ته ورسید.‌

د مدني غونډو په لړ کې، پي ټي ام د یکشنبې په ورځ د سند ایالت په کراچۍ ښار کې غونډه جوړه کړه او په پاکستان کې د پښتنو د حقونو غوښتنه یې وکړه.

کراچۍ ته له تلو وړاندې، ښاغلي پښتین په یوه ویډیويي پیغام کې پر پښتنو غږ وکړ چې "بیداره" واوسي. هغه کراچۍ ته "د جبرښار" خطاب وکړ او پدغه ښار کې له میشتو پښتنو یې وغوښتل چې د پي ټي ام په غونډه کې ګډون وکړي.‌

کراچۍ ته له تلو وړاندې ښاغلي پښتین پر فیسبوک دغه ویډیو خپره کړه:

XS
SM
MD
LG