د لاس رسي وړ اتصالات

منظور پښتین: شمالي وزیرستان ته طالبان د پاکستان پوځ راوستي


منظور پښتین یوې غونډې ته د وینا پر مهال
منظور پښتین یوې غونډې ته د وینا پر مهال

د پښتون ژغورنې غورځنگ مشران ادعا کوي چې د پاکستان پوځ یو ځل بیا د طالبانو مشران شمالي وزیرستان ته راوستي دي.

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتین، ویلي دي چې د طالبانو قوماندانان د پاکستان د دولت تر څارنې لاندې یو ځل بیا د میرعلي او میرانشاه سیمو ته انتقال شوي دي.

پاکستاني پوځیانو تر اوسه د پښتون ژغونې د غورځنگ ددغو ادعاو په اړه څه ندي ویلي.

د افغانستان پولې ته څیرمه په سیدګي سیمه کې تیره شپه په یو واده کې د لاسي بم د اچولو په پیښه کې درې کسان وژل شوي او ٣۴ نور ټپیان شوي دي، ښاغلي پشتین پخپل فیس بوک کې پدې هکله لیکلي "کومې سیمې چې د وسلو نه پاکې کړل شوي او ځای په ځای پکې چیک پوسټونه دي په هماغو سیمو کې پیښې رامینځته کیږي، حالانکې په دغو سیمو کې له پوځ پرته هیچا سره وسله نه شته".

د دې غورځنگ یو بل مشر محسن داوړ هم ویلي ویلي دي چې د وزیرستان خلک د حکومت له لورې په بشپړه توگه خلع سلاح شوي، خو سخت دریځه اوس هم د حملو کولو توان لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مظاهرو په لړ کې ټاکل شوې چې سبا د یکشنبې په ورځ په سوات کې ستره غونډه وشي.

په پاکستان کې ځینې کړۍ د پښتون ژغورنې غورځنگ د سیمې د استخباراتو (د هند او افغانستان د استخباراتو) پروژه گڼي، خو منظور پښتین وایي "پښتانه اوس د غدار او اجنټ له ټاپو نه ډاریږي او هر څومره چې پر پښتنو دا ډول ټاپې ولگیږي په هماغه اندازه د پښتنو د بیدارۍ غورځنگ زور اخلي".

د پښتون ژغورنې غورځنگ غونډې او مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې د محسود قبیلې یو ځوان، نقیب الله محسود په کراچۍ کې پولیسو وواژه. اعتراض کوونکو له دولت غوښتي چې د نقیب الله قاتل ، راو انور چې په کراچۍ کې د پولیسو مشهور قوماندان دی ونیسي او عدالت ته یې وسپاري.

دوی همداشان د هغو پښتنو د قضیو په اړه پریکړې غوښتي چې په ناحقه بندیان شوي او له دولت نه دا هم غواړي چې د هغو کسانو د سرنوشت د معلومولو لپاره یو کمیسیون وټاکل شي چې په مرموزه توگه بې درکه شوي دي.

همداشان دوی په قبائیلي سیمو کې په شپې گرځیدو بندیز پای ته رسیدل او دغه سیمې له ماینونو نه پاکیدل غواړي. خو د پاکستان حکومت ددې غورځنگ اکثرو غوښتنو ته ځواب ندی ویلی.

په تیرو دوو میاشتو کې ښاغلی پښتین نه یواځې په پاکستان کې بلکه په افغانستان کې هم د ځوانانو ترمنځ شهرت او محبوبیت ترلاسه کړی او پلویان یې د هغه په څیر سرې خولۍ پر سر کوي او پدې توگه ددې غورځنگ سره خپله مینه څرگندوي.

XS
SM
MD
LG