د لاس رسي وړ اتصالات

په بامیان کې د ماراتُن منډې سیالۍ وشوې


د تیرو څلورو کالو راهیسې د بامیان په ولایت کې د ماراتُن منډې سیالۍ جوړیږي
د تیرو څلورو کالو راهیسې د بامیان په ولایت کې د ماراتُن منډې سیالۍ جوړیږي

په بامیان ولایت کې د جمعې په ورځ (اکتوبر ١٢) د څلورم ځل لپاره د ماراتُن منډو سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې ۲۰ بهرنیو او ۴۰۰ افغان ورزشکارانو له بیلابیلو ولایتونو څخه ګډون کړی وه.

دغه سیالۍ د بامیانو په بند امیر ملي پارک کې ترسره شوې.

په دغه سیالۍ کې ، چې د افغانستان په ګډون له لسو هیوادونو څخه په سلګونو ورزشکارانو نجونو او هلکانو په کې برخه لرله یو افغان ورزشکار د ۴۲ کیلومتره واټن په وهلو سرهلومړی مقام ترلاسه کړ.

د دغو سیالیو دوهم مقام یو امریکايي ورزشکار خپل کړ. درییم مقام هم یو افغان ورزشکار ترلاسه کړ

له پکتیا ولایت څخه محمد کریم یاقوت د دغه ورزشي سیالیو د لومړي مقام ګټونکي وویل "د ۳ ساعتونو او ۳۷ دقیقو په موده کې مې ۴۲ کیلو متره واټن وهلی او پیغام مې دادی، چې ځوانان دې په سیالیو کې ګډون وکړي او له والیانو، ښاروالانو او پانګوالوڅخهدا هیله لرم چې دا ډول پروګرامونه جوړ کړي".

د دغې سیالیو جوړونکي وایي، چې د ماراتُن منډې سیالۍ څخه یې موخې په افغانستان کې ورزش ته وده ورکول، د هیواد والو ترمنځ د مینې فضا رامنځ ته کول او د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو ترمنځ د فرهنګونو تبادله کول دي.

د دغو سیالیو جوړونکي ګل حسین بای زاده، امریکا غږ ته وویل "د دغو سیالیو موخه د ورزش وده او د افغان ځوانانو ترمنځ ورورلې منځ ته راوړل او همدارنګه د نړۍ د بیلابیلو فرهنګونو او مذهبونو سره د اړیکو منځ ته راوړل دي".

په دغې سیالۍ کې له کابل، هرات، بلخ، جلال آباد، پکتیا، بامیان او له ۲۰ ډیر نور له امریکا، انګلستان، آلمان، چین، فرانسه، ناروې، هانکانګ، آرجنتاین او یو شمیر نورو هیوادونو څخه لوبغاړو ګډون کړی وه.

د ماراتُن منډې د سږ کال سیالۍ کې، له سلو ډیرو ښځو هم له بیلابیلو ولایتونو څخه ګډون کړی وه.

د ماراتُن منډې سیالۍ په تیرو څلورو کلونو کې، د ماراتُن افغانستان د دفتر په همکارۍ، د بامیان ولایت سیمه ییزې ادارې او په بامیانو کې د اتصالات د مخابراتي شرکت په مالي مرسته ترسره شوي دي.

XS
SM
MD
LG