د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیې پخوانۍ صدراعظمه مارګریټ تچر مړه شوه


د بریتانیې پخوانۍ لومړۍ وزیره مارګریټ تاچر د مغزي سکتې له وجې مړه شوې ده. هغې ۸۷ کاله عمر درلودی.

میرمن تچر د بریتانیې لومړۍ ښځینه لومړۍ وزیره وه. هغه یوه تکړه او زړه وړه ښځه وه چې د ۱۹۷۹ کال څخه یې تر ۱۹۹۰ کاله پوري د بریتانیې محافظه کاره ګوند ته درې ځلي بریا ور په برخه کړله.

د ۱۹ مې پیړۍ راهیسې نوموړې لومړۍ صدراعظمه وه چې د زیاتې مودې لپاره په بریتانیې کې په واک کې پاتې شوله. د بریتانیې د ملکې د قصر چارواکي وايي چې ملکه الیزیبت د لومړۍ وزیرې مارګریټ ټچر د مړینې د خبر په اوریدو خواشینې شوې ده.

د بریتانیې د بکینګهم د قصر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ملکه الیزیبت به د میرمن ټچر کورنۍ ته د ډاډګیرنې ځانګړي مراتب وړاندي کړي.

د بریتانیې لومړي وزیر ډیویډ کیمرون هم د میرمن ټچر په مړینې خواشیني څرګنده کړه او وېویل چې بریتانیا یوه ستره مشره، یو ستره لومړۍ وزیره او یو ښه بریتانیوۍ له لاسه ورکړه.

میرمن ټچر یوه سرسخته محافظه کاره وه چې په بریتانیې کې یې د کارګرانو د اتحادیوو قوت ورمات کړ، د حکومت زیات سب سډیاني یې له مینځه یوړې او خصوصي سکتور ته یې زیاته ونډه ورکړه.

میرمن ټچر دغه د فاکلنډ د وچو پر سر د ارجنتاین سره د بریتانیې د جګړې په وخت کې په ۱۹۸۲ کال کې ددغه هیواد مشري کوله او د اروپايي اتحاد سره یې د یوځای کیدو سخت مخالفت کوی او د امریکا د پخواني ولسمشر رونالد ریګن سره یې چې د پخواني شوروي اتحاد په رانسکورولو کې یې مرسته کړې وه، ډیرې ښې اړیکې درلودې.
XS
SM
MD
LG