د لاس رسي وړ اتصالات

مارک اسپر: تاوتریخوالي د کمیدو وړاندیز د میز پر سر دی


د امریکا دفاع وزیر د ناتو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په کنفرانس کې د ګډون لپاره بروسل ته تللی
د امریکا دفاع وزیر د ناتو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په کنفرانس کې د ګډون لپاره بروسل ته تللی

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د بلجیم پایتخت بروکسل کې د چهارشنبې په ورځ (سلواغې ۲۳مه) خبریالانو ته وویل، چې دی د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کمیدو د وړاندیز په اړه د خپلو متحدینو سره سلامشورې کوي.

د امریکا د دفاع وزیر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د ممکنه هوکړې په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې اوس مهال دی د اعلانولو لپاره څه نلري.

ښاغلي اسپر وویل: "د تاوتریخوالي د کمیدو وړاندیز پر میز ایښی دی. زه دلته یم او د محتدینو سره یې په اړه سلامشورې کوم. له دې څخه څه زیات د اعلانولو لپاره نلرم ... زه په دې برخه کې د سلامشورو او زمونږ د دپلوماتیکو هڅو دمخه تاسو ته څه نشم ویلی".

د امریکا د دفاع وزیر په بروکسل کې د ناتو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په دوه ورځیني کنفرانس کې، چې د چهارشنبې په ورځ پیل شوی د ګډون لپاره بلجیم ته تللی دی.

په دې کنفرانس کې د نورو مسلو ترڅنګ د افغانستان د سولې او امنیت پر مسلو هم د کنفرانس ګډونوال خبرې کوي.

ناتو د دفاع وزیرانو دغه کنفرانس به نن د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسیږي.

د امریکا دفاع وزیر په خپل دغه خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمیر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، اته زره او ۶۰۰ سوو ته د امریکايي سرتیرو د شمیر د کمیدو څخه دفاع وکړه او ویې ویل، چې د امریکا د پوځ ارزونې ښيي، چې دا شمیر به په افغانستان کې د امریکا د ماموریت لپاره کومې ستونزې راولاړې نه کړي.

ښاغلي اسپر وویل " مونږ پر پرله پسې ډول دا ویلي، چې په ډګر کې زمونږ د قومندانانو د سپارښتونو پر اساس، مونږ به اته زره او ۶۰۰ سوو ته د سرتیرو شمیرو کمیدو سره کومه ستونزه ونلرو او ځکه، چې مونږ ډاډه یو، چې په دغه شمیر سرتیرو سره مونږ خپل ماموریت بشپړولی شو".

اوس مهال امریکا په افغانستان کې څه باندې دولس زره سرتیري لري.

امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر د کمیدو اعلان څو میاشتې وړاندې کړی دی او ویلي دي، چې د سرتیرو شمیر کمیدل د طالبانو سره د دغه هیواد د ممکنه هوګړې پورې اړه نلري.

د رپوټونو له مخې امریکا د طالبانو سره د سولې د هوکړې د لاسلیک وړاندې د یوې اونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمیدو په هکله د طالبانو وړاندیز ترلاسه کړی، خو تراوسه یې طالبانو ته په دې باب خپل دریځ لا نه دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG