د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو افغان مشرانو ته ویلي "طالبانو سره خبرو کې د پام وړ پرمختگ" شوی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت مشرانو ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د هغوی سره په تیلیفوني تماس کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې د پرمختگ په اړه خبرې کړي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ١١ (سلواغې ٢٢) په څو پرله پسې ټویټري پیغامونو کې ویلي چې ښاغلي پمپیو ورته "په پام وړ او ثابته توگه" د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د طالبانو د وړاندیز په هکله معلومات ورکړي.

ښاغلي غني ددغو پرمختگونو څخه په مننه او د "وینې تویدنې په پای ته رسیدو" باندې په ټینگار سره لیکلي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت به راتلونکي گامونه پداسې توگه رهبري کړي چې د سولې ټول بهیر په مثبته توگه غښتلی او د خپلو کړنو په اړه به د افغانستان عام ولس ته رپوټ ورکړي."

د افغانستان اجرائیه ریاست هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلي پمپیو د عبدالله عبدالله، سره په تیلیفوني خبرو کې د "امریکا او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې د تاوتریخوالي د کمولو په بحث کې د پرمختگ" خبر ورکړی دی.

د اعلامیې له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله څرگنده کړې چې دغه پرمختگونه به "د دوه اړخیزې موافقې، د بین الافغاني مذاکراتو پیل او په افغانستان کې یوې دوامداره سولې ته د لاس رسي" زمینه برابره کړي.

ښاغلي پمپیو پداسې حال د افغانستان له مشرانو سره د امریکا او طالبانو په مذاکراتو کې د پرمختگ په اړه خبر ورکړی چې د رپوټونو له مخې د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د څو اونیو راهیسې په قطر کې مذاکرات بیا پیل شوي دي.

له دې دمخه طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته تیاری ښودلی و، خو د جمهور رئیس غني ټینگار کاوه چې د تاوتریخوالي کمول کوم مشخص او عملي تعریف نلري او د سولې مذاکراتو لپاره یواځنی انتخاب اوربند دی.

له بلې خوا د امریکا د متحدو ایالتونو په سنا کې د وسله والو ځواکونو کمېټې د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ١١ (سلواغې ٢٢) په افغانستان کې د امریکا په تګلارې بحث او خبرې کړې دي او په بحث کې پدې ټینگار شوی چې باید له طالبانو سره داسې تړون وشي چې د تېرو شاوخوا دوو لسیزو ټولې لاس ته راوړنې خوندي شي.

XS
SM
MD
LG