د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنې سفیر: د امریکا او طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو تعریف توپیر لري


په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر پیري مایدون
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر پیري مایدون

په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې سفیر ویلي چې د امریکا متحده ایالات او طالبان د "تاوتریخوالي کمولو" په اړه مشخص او یو شان تعریف نلري.

په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر پیري مایدون د اوربند په اړه د افغانستان د حکومت غوښتنه برحقه وگڼله او وویل، اوربند مشخص تعریف لري، خو د تاوتریخوالي کمول څرگند تعریف نلري.

ښاغلي مایدون د امریکا غږ سره په ځانگړې مرکه کې وویل چې د سولې په اړه ټول جزییات باید د افغانستان د خلکو سره شریک کړای شي او پدغو مذاکراتو کې د خلکو غوښتنې په پام کې ونیول شي.

دغه اروپایي دیپلومات زیاته کړه چې په افغانستان کې د سولې د موافقې وروسته حکومت باید د بشري حقونو، د ښځو حقونو او دموکراسۍ اصولو او ارزښتونو ته درناوی وکړي؛ له دې پرته د اروپایي ټولنې د همکارۍ د دوام امکان نشته.

ښاغلی مایدون دغه څرگندونې پداسې حال کې کوي چې ویل شوي، که طالبان د تاوتریخوالي د کمولو پر اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي، د امریکا متحده ایالات به ددې ډلې سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.

امریکایي مقاماتو د نیویارک ټامیز ورځپاڼې ته ویلي چې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ مشروط توافق د طالبانو له خوا په بشپړه توگه د تاوتریخوالي د کمولو د ژمنې پورې تړاو لري.

دغې ورځپاڼې د یو امریکایي دیپلومات له قوله رپوټ ورکړی چې د اصولو له مخې د امریکا-طالبانو د سولې موافقه تر ٩٥ فیصدو پورې تائید شوې ده.

د سولې د مذاکراتو سربیره ښاغلي مایدون پدغه مرکه کې د افغانستان د انتخاباتو او ددې بهیر څخه د اروپایي ټولنې د ملاتړ په اړه هم خبرې وکړې.

ښاغلي مایدون وویل چې د انتخاباتو د نتیجو د اعلان ځنډیدل د دې پروسې د شفافیت لپاره ښه دي. هغه زیاته کړه چې: "مونږ ډاډمن یو چې دغه پروسه شفافه ده او دا زمونږ یوه اړخیزه موندنه نده، کله چې مونږ د ٢٠٠٩ او ٢٠١۴ کلونو د انتخاباتو له ناظرینو، متخصصینو او د دخیلو اړخونو سره خبرې وکړې، مونږ ته یې وویل چې د هغوی په اند د ٢٠١٩ انتخابات په افغانستان کې تر ټولو شفاف انتخابات وو."

ددې پوښتنې په ځواب کې چې که انتخابات دوهم پړاو ته لاړ شي اروپایي اتحادیه به یې ملاتړ وکړي او که نه، وویل: "مطمینا، د ٢٠٠٢ کال راهیسې مونږ په افغانستان کې د ټولو انتخاباتو تخنیکي، مالي او سیاسي ملاتړ کړی دی او داسې دلیل نشته چې مونږ خپل ملاتړ وسپموو."

XS
SM
MD
LG