د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور رئیس غني هنرمنده لور وپیژنئ


مریم وایي د خاطرو نه ډکه یوه پروژه یې چې د خپل پلار سره یې بشپړه کړې ده "افغانستان، یو قاموس" نومیږي.
مریم وایي د خاطرو نه ډکه یوه پروژه یې چې د خپل پلار سره یې بشپړه کړې ده "افغانستان، یو قاموس" نومیږي.

شپږ دیرش کلنه مریم غني په نیویارک کې زېږیدلې او په همدې ښار کې یې هم خپلې زده کړې د انځوریزو هنرونو یا د فلم جوړولو په ډگر کې د ماسترۍ تر کچې بشپړې کړي دي.

آغلې مریم غني د ژبو له زده کړې سره هم خورا مینه لري. هغه په اوه ژبو خبرې کولای شي، خو وایی د زړه ژبه یې د هنر ژبه ده. که فلم وي که موسیقي، که نڅا وي که انځور، او که د معمارۍ هنر!

هغه وایي د هنر لاره یې د خپل پلرني هیواد سره د اړیکې د ټینگولو لپاره هم وټاکله « له زیات وخت راهیسي افغانستان ته ځم او هلته مې د یو شمیر پروژو کار هم بشپړ کړی دی. هغه څه چې ما ته په زړه پوري دي، دا دي چې ما د همدې پروژو له لارې د خپل هیواد سره اړیکې بیا ټینگې کړې او د یوې هنرمندې په توگه مې په هیواد کې ډیرې نوې تجربې د هنر د تدریس، د ځوانو هنرمندانو سره د لیدنې کتنې، د فلم د دولتی آرشیف سره د کار او له کارکوونکو سره یی د خبرو له لارې تر لاسه کړې. د افغانستان سره مې اړیکه د هنر، هنرمند، او فلم جوړولو نه لوړه او پراخه ده خو زه فکر کوم چې افغانستان د یوه هنرمند په توگه ډیر ښه پیژنم.»

مریم غني د څو کلونو راهیسې د گڼو پروژو له لارې د یوې هنرمندې په سترگه د افغانستان د هنري ارزښتونو پیژندلو ته مخه کړې ده.

هغه زیاتوي «هو، په افغانستان کې پر دیوالونو د انځور کاږلو ښکلي په زړه پورې ډولونه مخ په دودېدو دی. زه اوس مهال د بهرنگ په نوم د یوه ځوان هنرمند سره مرسته کوم چې هغه وکړای شي د هنري کور په نوم خپل لومړنی کتاب ولیکي. بله پروژه چې کار می پې پیل کړی دی هغه د دولتی ملي آرشیف سره مرسته ده څو خپل فلمونه په دیجیتال بڼې بدل کړي. دا زما په نظر ډیر مهم دي ځکه فکر کوم چې دولتي او د رادیو تلویزیون آرشیف غوره ظرفیت لري. دا به د نړۍ د نورو هیوادونو سره مرسته وکړي چې د افغانستان د تاریخ، شتمنیو، او پدې هیواد کې د ستونزو په اړه یو بیل او جلا انځور وړاندې کړي.»

د آغلې غني په وینا د افغانستان په اړه په پروژو کې د یادولو وړ او د خاطرو نه ډکه یوه پروژه یې د خپل پلار سره هم بشپړه کړې ده چې "افغانستان، یو قاموس" نومیږي. او په افغانستان کې د اصلاحاتو، انقلابونو، پرځیدو او بیارغونی په اړه د مهمو تاریخي پیښو یو کتاب دی چې په انځورونو سمبال دوه اویا برخې لري. هغه وایي په دې کتاب کې ځیني انځورونه له دولتی آرشیف څخه اخیستل شوي دي.

مریم غني په دې اړه وویل «پدې کتاب کې ځینی شامل کړای شوي انځورونه د افغان فلم دي، خو په کې د افغانستان په اړه داسې انځورونه هم شته چې ما پخپله اخیستي دي.»

آغلې غني په هنري ډگر کې نوښت ته ارزښت ورکوي او په بیلو ټولنو کې د ځانگړتیاو او توپیرونو په پرتله کولو دغه موخې ته ځان رسوي. هغې په خپل یو هنري زیار کې د کابل او د جرمني د کسل ښارونو تر منځ د مهندسۍ له اړخه ورته والي ته پام اړولې دی چې د دارلامان د ماڼۍ مقایسوي څیړنه هم په کې شامله ده.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې د یو جمهور رئیس د لور په صفت خپل تر ټولو مهم مسولیت څه بولي؟ آغلې مریم په موسکا سره لومړۍ د خپلی مور د زیار ستاینه وکړه او بیا یې زیاته یې کړه چې « زه فکر کوم مور مې خورا غوره کارونو ته ملا تړلې او زه ورباندې ویاړم. خو کله چې د ځان د مسئولیت خبره شي، نو باید ووایم چې زه اوس زیار باسم چې په دې نوي موقف کې، ځان د جمهور رئیس د لور په صفت ومومم، او ځان په دې نوي ځای کې داسې ومومم چې زما لپاره هم د درک وړ وي. نو که رښتیا ووایې اوس هم مطمینه نه یم چې څه وکړم.»

د آغلی مریم غني په هنري لاس ته راوړنو کې د "ښار او ښار"، "اوبه له تیږې" او "د تاریخ سقوط" په نومونو د انځوریزو نندارتونونو یادونه کولای شو.

مریم غني د مرکې پر مهال له سیاست څخه فاصله نیوله او همدا راز یې د خپل پلار د قومي اړیکو په اړه د خبرو نه ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG