د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سفیر د پاکستان پوځ له مشر سره پر پنځو مسئلو غږېدلی


په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل د پاکستان پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي دي.

عاطف مشعل پرون پنجشنبه جون ۵(چنګاښ۶) پر خپل ټویټر لیکلي چې د پاکستان پوځ له مشر سره یې کابل ته د هغه وروستي سفر،د افغان سولې بهیر، د دواړو هیوادونو ترمنځ همکارۍ د راتلونکې ناستې، دوه اړخیزو اړیکو او موجوده سیمه ییز وضعیت په اړه یې خبرې کړي دي.

دا لیدنه پر داسې مهال تر سره کیږي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د جون په نهمه کابل ته د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې له ولسمشر غني او د ملي مصالحې شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره وکتل.

د ملي مصالحې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هغه مهال ویلي و چې د باجوه کابل ته دسفر پر مهال نوموړي ته د افغان سولې بهیر کې د همکارۍ ډاډ ورکړی و.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي و چې د افغانستان حکومت او خلک تمه لري چې د پاکستان حکومت په دې برخه کې عملي همکاري وکړي.

د پاکستان د پوځ ادارې (ISPR) پرون پنجشنبه جون۲۵ (چنګاښ۶) پر خپل ټوېټر لیکلي چې دواړو لورو د دوه اړخیزو ګټو، سیمه ییزو امنیت او عمومي وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تیرې چهارشنبې په ورځ د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي چې پاکستان لاهم د ترهګرو ډلو لپاره یو امن ځای دی چې له هغه ځایه پر افغانستان او هند باندې بریدونه کوي او د رپوټ په وینا اسلام آباد ددغو ډلو پر وړاندې پوره اقدام نه کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ چارې

په اسلام اباد کې افغان سفیر پر داسې مهال د پاکستان د پوځ له مشر سره ګوري چې د روانې جون میاشتې پر ۲۲مه له شااوخوا درې میاشتنې ځنډ وروسته پاکستان ته د افغان صداراتو لړۍ پیل شوه.

روانه اونۍ د تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندرونو له لارې په بېلابېلو توکو بار لوی موټر چې اکثره یې تازه مېوه وه پاکستان ته ورسېدل.

پاکستان د کرونا ویروس مخنیوي لپاره له افغانستان سره د چمن او تورخم دروازې د ټرانزیټ او مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړلې وې.

که څه هم اوس مهال د چمن او تورخم دروازې د سوداګریرزو چارو پر مخ خلاصې شوي، خو د مسافر د تګ راتګ پر مخ لا په عمومي ډول نه دي خلاصي شوي.

XS
SM
MD
LG