د لاس رسي وړ اتصالات

د ناتو عمومي منشي د افغانستان په هکله د ټرمپ سره خبرې وکړې


د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) عمومي منشي ینز ستولتنبرګ د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ سره د افغانستان د وضعیت په هکله تیلیفوني خبرې کړې دي.

ښاغلي ستولتنبرګ په یو ټویټ کې لیکلي چې: "خوشحاله یم چې د جمهور رئیس ټرمپ سره مې د افغانستان د وضعیت، د نړیوالې ترهګرۍ ضد زمونږ په ګډې مبارزې او په نړۍ کې چې سیالي په کې مخ په زیاتیدو ده د ناټو د غښتلي ساتلو د اهمیت په کډون په مختلفو موضوعګانو خبرې وکړې."

ښاغلي ستولتنبرګ ددغې تیلیفونې مکالمې په هکله نور زیات جزییات ندي څرګند کړي.

د ناټو د عمومي منشي دغه څرګندونې پداسې حال کې کیږي چې دغه سازمان د ۲۰۳۰ ناټو تر نامه لاندې د شمالي اتلانتیک د غښتلي کولو پروګرام پیل کړی دی.

ښاغلي ستولتنبرګ ددغه پروګرام په اړه د دوو نړیوالو بنسټونو سره د خبرو پر وخت افغانستان ته په اشارې یو ځل بیا څرګنده کړې چې ناټو د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي، خو هغه وویل چې په افغانستان زیاتې ستونزې او دلیلونه شته چې ددې هیواد د وضعیت په هکله باید اندیښمن واوسو.

هغه زیاته کړه: "دوامداره سوله یواځې د بین الافغاني مذاکراتو او د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د بهیر له لارې رامنځ ته کیدای شي."

هغه د افغان ځواکونو څخه د ناټو ملاتړ ته په اشارې وویل دغه تړون د افغان ځواکونو په روزنې او مرستې ته دوام ورکوي تر څو هغوی وکړای شي د تروریزیم پر ضد مبارزه وکړي او په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ کړي.

دا پداسې حال کې دي چې د فبرورۍ په میاشت کې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون وروسته د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هڅې پیل شوي او ددغه موافقې په اساس افغان حکومت او طالبانو یو شمیر بندیان خوشې کړي دي.

د بلې خوا د افغانستان د بیاپخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سیمې ته سفر کړی او د طالب مشرانو او همداشان د پاکستان د پوځ د مشر سره یې د افغانستان د سولې په مسله خبرې کړي دي.

پدې ترڅ کې د پاکستان د پوځ لوی درستیر قمر باجوه په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته تللی او د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په ګډون یې د افغان مشرانو سره کتلي دي.

XS
SM
MD
LG