خیر البیان د بایزید روښان تر ټولو مهم اثر دی. دا کتاب بایزید روښان په څلور ژبو عربي، پښتو، فارسي او هندي لیکلی دی او د خپلې عقیدتي او عرفاني لارې ټول کوائف او اصول یې په څلویښتو بیانو کې بیان کړیدي.
ددی اثر د چاپولو اقدام محقیق لیکوال استاد محمد معصوم هوتک د څه د پاسه یوه کال کار او زحمت وروسته اماده کړ او اوس یې بشپره متن چاپ شو.
ښاغلې محمد معصوم هوتک د امریکا ږغ اشنا راډیو سره په مرکې کې وایي چې په دوهم چاپ د هند د سالار جنگ موزیم نسخه د محقیقینو د ادبیاتو د پوهنځې د استادانو او محصلینو د پاره په تدریس او نورو څیړونو کې یو پوخ تهداب شو .
د ښاغلې محمد معصوم هوتک سره د شافعې سردار بشپړه مرکه دلته اوریدلی شئ.
-
شافعه سردار
شافعه سردار د ۲۰۰۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکا غږ آشنا راډیو سره د ژورنالستې، نطاقې او پروډیوسرې په حیث کار کوي. هغې د کابل د پوهنتون د فارمسۍ په پوهنځی کې زده کړې کړې دي. شافعه سردار د آشنا راډیو د روغتیا او آشنایانو د ادبي دیرې د اوونیزو خپرونو کوربنه ده.