د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې کې چاودنې او اورلګیدنې ۳۵ تنه وژلي


روسي چارواکو نن، سه شنبې د اګست ۱۵ (زمري ۲۴مه) وویل چې د روسیې په داغستان جمهوریت کې د تیلو په یوه ټانک کې یوې زورورې چاودنې ۳۵ تنه وژلي دي.

د روسیې د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د دې پېښې له ۱۱۵ تنه ټپیانو څخه د درې ماشومانو په ګډون، ۳۵ تنه مړه شوي دي.

همدا راز دغه وزارت وايي، روغتون ته د ۱۶ ماشومانو په ګډون ۶۵ کسان ور وړل شوي، چې له دې ډلې د دوو ماشومانو په ګډون د ۱۱ تنو روغتیايي حالت نازک دی.

چارواکي وايي، د ماخچکلا په ښار کې دا چاودنه تیره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې د موټر جوړولو په یو کارځای کې اور ولګید او بیا دغه ځای ته نږدې د تېلو یو ټانک ته خپور شو.‌

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د وژل شویو کسانو کورنیو ته به یو میلیون روبل (لس زره ډالر) او ټپیانو ته له ۲۰۰ څخه تر ۴۰۰زره روبل (دوه زره څخه تر څلورو زرو ډالر) ورکړل شي.

په ورته وخت کې د روسیې دولتي رسنیو ویلي، چې یو شمېر ټپیان د درملنې لپاره مسکو ته لېږدول شوي دي.

د دغې پېښې په اړه جنايي څېړنه په داسې حال کې پیل شوې، چې د سه شنبې په ورځ د داغستان په جمهوریت کې ملي ماتم اعلان شو.

په یوه بله پېښه کې په لوېدیځ صربیا کې یوې چاودنې دوه کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي. چارواکي وايي، چاودنه تېره شپه د تېلو په یوه کان کې شوې ده.

د داغستان د تېلو په ټانک کې چاودنه د ۲۰۲۲ کال له اپریل راهیسې تر ټولو مرګونې چاودنه بلل شوې ده.

همدا راز، د تېر کال په اپریل میاشت کې له مسکو څخه ۱۶۰ کیلومتره لیرې د دفاعي مطالعاتو په مرکز کې د اورلګېدنې له امله ۲۲ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG