د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو: چاودنو د روسیې په سرحدي‌ ښار کې درې تنه وژلې 


تصویر د اړندې پېښې نه دی او پخوانی دی.
تصویر د اړندې پېښې نه دی او پخوانی دی.

روسیې نن یکشنبه جولاۍ درېیمه (چنګاښ ۱۲) وویل چې له اوکراین سره ددې هیواد په یو سرحدي‌ ښار کې چاودنې شوې او لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.

د روسیې د پارلمان یو غړي اندري کلېشاس وویل چې په چاودنو کې د استوګنې لسګونه ودانۍ هم زیانمنې شوې دي. چاودنه د «بیلګورود» په ښار کې شوې ده.

ښاغلي کېشاس د چاودنې په ځواب کې د پوځي‌ اقدام غوښتنه کړې ده.

هغه په خپل ټیلیګرام کې لیکلي دي: «د اوکراین په لوري په بیلګورود کې د ولسي خلکو وژل او د ولسي‌ تاسیساتو ورانېدل یو مستقیم یرغل دی او د -پوځي اقدام په ګډون- ډېر جدي ځواب غواړي.»

تر دې دمه د اوکراین چارواکو په دې اړه څه نه دي‌ ویلي او معمولآ په روسیې باندې د برید په اړه ډېر کم معلومات ورکوي.

په همدې حال کې د اوکراین د «نیول شوي ښار میلتوپول» ښاروال ایوان فېدوروف ویلي دي چې دغلته یې د روسیې یو پوځي مرکز وېشتلی دی.

د اوکراین په ختیځ کې د دونباس په سیمه کې جګړې زیاتې شوې او روسي ځواکونو خپلې بمبارۍ ډېرې کړې دي.

روسیه ادعا کوي چې د اوکراین ستراتیژیک ښار لیسیچانسک او د لوګانسک د سیمې ټولې لومړۍ لیکې یې نیولي کوم چې د اوکراین د ختیځ د کنترولولو په برخه کې له مسکو سره مرسته کوي.

دا پداسې حال کې دي چې بیلاروس وایي هغه میزایل یې دفع کړي چې اوکراین پرې توغولي وو او روسیې هم ویلي چې اوکراین د دې هیواد په بیلګورود په ښار میزایل توغولي او درې تنه یې وژلي دي.

روسیې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړ. امریکا او متحدینو یې دا یرغل غندلی او په مقابل کې یې له اوکراین سره پوځي‌ او بشري مرستې پیل کړې دي.

د اوکراین چارواکي وایي چې په دغې جګړې کې تر دې دمه زرګونه کسان وژل شوي، ژوبل شوي‌ او ډېر تاسیسات وران ویجاړ شوي دي.

ملګري ملتونه وايي‌څه باندې شپږ میلیون اوکراینیان له خپلو کورونو او سیمو څخه کډوال شوي‌ او په میلیونونو نور دننه په دې هیواد کې بېځایه شوي‌ دي.

د دې راپور معلومات د اسوشیتډپرس، فرانسې او رویټرز خبري‌ اژانسونو څخه اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG