د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا دفاع وزیر د قطر له چارواکو سره د اړیکو په لا ښه کېدو وغږېده


امریکا په قطر کې لویه پوځي اډه لري
امریکا په قطر کې لویه پوځي اډه لري

د امریکا د دفاع وزیر جیمز ماتیس د شنبې په ورځ د قطر له چاروکو سره ولیدل.

قطر په منځني ختیځ کې هغه هېواد دی چې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه په کې ده.

ښاغلي ماتیس په دوحه کې د قطر له امیر شیخ تمیم الطحاني سره ولیدل او ددواړو هېوادونو د اړیکو په لا ښه کېدو او غوړېدو یې خبرې وکړي. نوموړي وویل چې له دوحې سره د واشنګټن د اړیکو لا ښه کولو ته ژمن دی.

د هغوی د خبرو اصلي اجنډا په عراق کې د اسلامي دولت د ډلې داعش پر ضد مبارزې، د سوریې په روانو حالاتو او په سیمه کې د ایران په رول باندې خبرې کول وو. د امریکا د دفاع وزیر د قطر د دفاع له وزیر خالد العطیه سره هم ولیدل.

جنرال ماتیس منځني ختیځ ته په سفر وتلی دی چې په قطر سربېره به سعودي عرب، مصر ته هم ته ځي. هغه د جمعې په ورځ په اسرائیلو کې له حکومتي مقاماتو سره ولیدل او د سیمې د امنیت په اړه وغږېدل.

ماتیس تمه ښودلې چې د سوریې او ایران په اړه نړیوال فشارونه لا زیات شي. نوموړي د امریکا د جمهور رئیس د کابینې لومړنی غړی دی چې اسرائیلو ته ځي.

اسرائیلو هم د سوریې او ایران په مقابل کې د امریکا د نوې ادارې د تګلارې ننګه کړې ده.

XS
SM
MD
LG