د لاس رسي وړ اتصالات

د عربستان یوه ستورمزلې د لومړي ځل دپاره فضا ته ځي


د سینې د سرطان څیړونکې ریانا برناوي به لومړنۍ سعودي ښځه وي چې فضا ته سفر کوي
د سینې د سرطان څیړونکې ریانا برناوي به لومړنۍ سعودي ښځه وي چې فضا ته سفر کوي

د اکسیوم سپیس (Axiom Space) فضایي شرکت او د امریکا د فضایي چارو د ادارې ناسا NASA)) چارواکو ویلي چې د سعودي عربستان دوه فضانوردان به چې په کې یوه لومړنۍ سعودي میرمن هم شامله ده د می د میاشتې په اتمه له فلوریډا څخه په یو شخصي ماموریت کې نړیوال فضایي مرکز (ISS) ته سفر وکړي.

د سینې د سرطان څیړونکې ریانا برناوي به لومړنۍ سعودي ښځه وي چې فضا ته سفر کوي او د خپل سعودي همکار پیلوټ علي القرني سره به یوځای په دې ماموریت کې برخه واخلي.

همداشان پدې فضایي بیړۍ کې به د هغوی سره د ناسا پخوانۍ ستورمزلې پیګي ویټسن وي چې د څلورم ځل لپآره فضا ته ځي او همداشان د ټینیسي ایالت یو سوداګر جان شوفنر، ورسره مل وي چې د پیلوټ دنده به ترسره کړي.

د ناسا چار واکي وایي، د Axiom دوهم ماموریت چې د سپیس ایکس-۹ راکټ په وسیله د مۍ په اتمه د متحده ایالاتو د ختیځ زون په وخت د شپې په ۱۰:۴۳ د فلوریدا د کیپ کاناویرال د کینیډي د فضایي مرکز څخه ترسره شي.

دا څلورتنه عمله به په سپیس ایکس ډراګون کیپسول کې فضایي مرکز ته ولاړ شي او هلته به ۱۰ ورځې تیرې کړي او د فضا په مدار وڅرخي.

فضایي ماموریت چې یوه سعودي ستورمزلې پکې شامله ده د سعودي عربستان د شاهي دولت وروستی اقدام دی چې د خپل خورا محافظه کار انځور رغونه کوي. خو دا فضا ته د تیلو ددې بډایه هیواد لومړی سفر ندی.

په ۱۹۸۵ کې، د هوايي ځواک پیلوټ شهزاده سلطان بن سلمان بن عبدالعزیز، د متحده ایالاتو لخوا تنظیم شوي فضايي سفر کې برخه واخیسته.

ګاونډي متحده عربي اماراتو هم په فضايي ماموریتونو کې برخه اخیستې او یو اماراتي فضانورد سلطان النیادي یوه میاشت وړاندې نړیوال فضایي مرکز ته سفر کړی چې شپږ میاشتې هلته پاته کیږي.

XS
SM
MD
LG