د لاس رسي وړ اتصالات

د اماراتو دویم ستورمزلی فضا ته ولاړ

د متحده عربي امارتو ستورمزلی سلطان النیادي د درې نورو ستورمزلو سره د پنجشنبې په ورځ مارچ دوهمه (کب ۱۱) نړیوال فضایي سټیشن ته ولاړ.

د سپیس اکس فضايي شرکت وایي چې د فالکن-۹ راکټ، چې ددې ستورمزلیو فضايي بیړۍ لیږدوي، د امریکا په فلوریډا ایالت کې له کینیډي فضايي مرکز څخه وتوغول شو.

۴۱ کلن النيادي د عربي نړۍ لومړنی ستورمزلی دی چې په اوږدمهاله فضايي ماموریت کې برخه اخلي. ټاکل شوې چې نوموړی به په نړیوال فضايي سټیشن کې شپږ میاشتې تیرې کړي.

تر ده مخکې د اماراتو ستورمزلی هزاع المنصوري په نړیوال سټیشن کې د اته ورځني ماموریت دپاره په ۲۰۱۹ کال کې فضا ته تللی وو.

ټاکل شوې چې د سعودي عربستان لمړنۍ ښځېنه ستورمزلې ریانا برناوي د سعودي د بل ستورمزلي علي القرني سره یو ځای د ۲۰۲۳ کال په وروستیو میاشتو کې په نړیوال فضایي سټیشن کې ماموریت ترسره کړي.

د فالکن-۹ راکټ د شپې د دوولسو بجو لږ وروسته د کینیډي له فضايي مرکز څخه وتوغول شو. ویډیوګانې ښیي چې د توغولو سره سم د شپې آسمان پداسې حال کې روښانه شي چې فالکن نومی راکټ د ختیځ لوري ته په خوځېدو شي.

د متحده عربي اماراتو شاوخوا ۸۰ تنه لیدونکي د ستورمزلي سلطان النیادي لیدو ته ورغلي ‌وو.

د افغانستان ستورمزلی عبدالاحد مومند هم په ۱۹۸۸ کال کې فضا ته تللی وو او په نړیوال فضايي سټیشن کې یې نهه ورځې تیرې کړې وې.

This item is part of
XS
SM
MD
LG