د لاس رسي وړ اتصالات

د مککري دنده پای ته ورسیده، امریکا د افغانستان لپاره نوې شارژدافیره وټاکله


مککري د طالبانو له حاکمیت وروسته د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر شو
مککري د طالبانو له حاکمیت وروسته د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر شو

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د شارژدافیر په توګه د ایان مککري دنده پای ته رسېدلې او پر ځای یې کرن ډیکر ټاکل شوې ده.

ښاغلی مککري په افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته له قطر څخه د متحده ایالاتو د شارژدافیر په توګه خپلې چارې مخې ته وړلې.

د ښاغلي مککري ماموریت پر داسې مهال پای ته رسیږي چې د روانې اګست میاشتې پر پنځلسمه په افغانستان د طالبانو د حاکمیت یو کال پوره کیږي او د نژدې یو کال په تېرېدو سره لا هم د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیر تیره شپه جولای ۳۱ (زمري نهمه) د خپل ماموریت د پای ته رسېدو په اړه په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دوی د طالبانو حکومت لخوا د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو ځنډېدو، له بشري حقونو څخه د سرغړونو، د رسنیو پر ازادۍ او ښځو د حقوقو باندې د محدودیتونو لګېدو په اړه خواشینې دي.

هغه ویلي که طالبان غواړي د نړیوالې ټولنې لخوا ومنل شي باید بشري حقوقو ته درناوی وکړي.

نوموړي زیاته کړې: "موږ ټولو په ګډه یو واضح پیغام استولی دی: که طالبان له نړیوالې ټولنې څخه د منل کیدو هیله لري، نو باید د ټولو افغانانو نظریاتو ته غوږ ونیسي او بشري حقونو ته درناوی وکړي."

ښاغلي مککري د دې ترڅنګ ټینګار کړی دی چې موږ (امریکا) خپل کار ته دوام ورکوو تر څو طالبان د خپلو ژمنو په وړاندې ځواب ویونکي پاتې شي چې په خبره یې افغانستان یو ځل بیا د القاعده او داعش ـ خراسان څانګې په ګډون د ترهګرو ډلو په خوندي ځای بدل نشي.

د همه شمول حکومت جوړول، بشري حقونو، د ښځو او نجونو د تعلیم او کار حقونو او د بیان د ازادۍ په ګډون مدني ازادۍ ته درناوی کول له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې عمده غوښتنې دي.

د افغانستان لپاره د شارژافیرې په توګه د کرن ډیکر ټاکل

ښاغلي مککري همدارنګه ویلي چې د افغانستان لپاره د شاژدافیرې په توګه د کرن ډیکر ټاکلو سره د افغانستان له خلکو سره د امریکا متحده ایالاتو په ژمنتیا کې کموالی نه راځي.

نوموړي زیاته کړې چې اغلې کرن له ډیرې مودې راهیسې د افغانستان ملګرې پاتې شوې او په خبره یې هغه به د متحده ایالاتو د ګټو د ساتنې او د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره نه ستړي کیدونکی او اغیزمن کار وکړي.

اغلې ډیکر چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړې دپلوماته ده د شخړو په حل او د بحران مدیریت کې تخصص لري.

هغه اوس مهال د افغانانانو د ایستلو او بیا مېشتېدنې پروسې ( CARE) عملیاتو مشري کوي او د ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۰ میلادي کال پوري په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت مرستیاله وه.

نوموړې د دې ترڅنګ په کندهار او غزني او د افغانستان په ختیځ کې هم دندې تر سره کړي دي.

XS
SM
MD
LG