د لاس رسي وړ اتصالات

د کوکنارو کښت بدیل کې له افغان کروندګرو سره د نړیوالې ټولنې پر مرستو ټینګار


د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان د کوکنارو پر کښت د طالبانو د بندیز هر کلی کړی او له افغانانو سره یې د بدیل معشیت او معتادینو د درملنې په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر مرستو ټینګار کړی دی.

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده دتیرې یکشنبې په ورځ د یو فرمان په خپرولو سره په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ. د نوموړي په فرمان کې ویل شوي چې تر دې وروسته په ټول هیواد کې د کوکنارو کښت، تولید، انتقال او سوداګري په «مطلق» ډول بند دي.

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان مشر حسین ابراهیم طه د دوشنبې په ورځ اپرېل څلورمه (وري ۱۵) ویلي چې د دې کښت بدیل او په نشه يي موادو روږدو کسانو درملنه باید له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو مهمه برخه وي.

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان پر ټویټر پاڼه د نوموړي له قوله ویل شوي: "د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان منشي په افغانستان کې د کوکنارو د کښت بندېدو په اړه د فرمان هر کلی کوي...د دې کښت بدیل کې د ښه کیفیت لرونکو کښتونو او په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه باید له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو مهمه برخه وي."

د طالبانو مشر پر داسې مهال د کوکنارو د کښت بندېدو فرمان ورکوي چې همدا اوس په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ټولولو وخت دی او خلکو په پراخه پیمانه کوکنار کرلي دي.

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د مارچ نهمه (کب ۱۸) د ژغورنې نړیوالې کمېټې له مرستیالې میدلن سیدلر سره لیدنه کې ویلي وو که نړیواله ټولنه له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته وکړي، د طالبانو حکومت ژمن دی د مخدره موادو د کښت او کروندو مخه ونیسي.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا پنځه میلیونه کسان په نشه يي توکو روږد دي چې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیر ایان مککري هم د طالبانو لخوا د کوکنارو د کښت بندېدو هر کلی کړی او د یاد فرمان عملي کول یې مهم بللي دي.

ښاغلي مککري تیره ورځ اپرېل څلورمه (وري ۱۵) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې د کرني قانوني او سالم سکټور د افغانستان له اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي.

د طالبانو مشر د تیرې شنبې په ورځ پر داسې مهال د کوکنارو د کښت بندیدو په اړه فرمان ورکړ چې اوس مهال د دغه هیواد په ځینو سیمو د تریاکو ټولولو (نېښ) وهلو وخت نژدې شوی دی.

تیره ورځ د تاریاکو یو شمېر کاروباریانو امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو تر بندیز وروسته په دغه هیواد کې د تاریاکو د یو من بیه درې چنده لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د مخدراتو او جرمونو پر ضد ادارې رپوټ ورکړی چې افغانستان په نړۍ کې د مخدراتو ستر تولیدونکی هیواد دی چې د نړۍ ۸۰فیصده اپین تولیدوي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸ کال کې رپوټ ورکړی و چې د مخدراتو کښت، تولید او قاچاق د افغانستان د اقتصاد شاوخوا ۱۱ فیصده جوړوي.

XS
SM
MD
LG