د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ رسنۍ د پولیو په اړه وړیا عامه پوهاوی کوي


په کونړ کې د یوې سیمه‌ییزې راډیو خبریال، د پولیو ناروغۍ په اړه خلکو ته معلومات ورکوي.
په کونړ کې د یوې سیمه‌ییزې راډیو خبریال، د پولیو ناروغۍ په اړه خلکو ته معلومات ورکوي.

کونړ کې سیمه ییزو راډیوګانو په رضاکاره توګه د واکسین دعامه پوهاوي لپاره خپلې هڅې پیل کړي او وايي، دغه چاره به روانه ساتي.

دغه ولایت کې د ځلا په نوم دیوې ایف ایم راډیو مشر شکیب سانین وايي، دا کار یې ځکه پیل کړی، چې د سیمې ماشومان یې د فلج له خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.

نوموړي زیاتوي "دا زموږ وطن دی او زموږ ماشومان دي، نو ددغې ناروغۍ نه د خپلو اولادونو د بچ کېدو لپاره موږ پغیر له پیسو خلکو ته اعلان کوو او خپرونې جوړوو."

هغه د راډیو له لارېعامه پوهاوی تر بلې هرې لارې مهم ګڼي.

په اسداباد کې د ښکلا په نوم د سیمه ییزې راډیو د خپرونو مدیر ذبیح الله قاضي زاده وايي، هر ځله د واکسین له کمپاین وړاندې خلکو ته د پولیو خطرونه او د واکسین پر ګټو خبرې کوي.

هغه وایي "زموږ د راډیو له لارې ډېر خلک خبرېږي چې سبا واکسین دي او باید کورنۍ خپل ماشومان په کورنو کې وساتي."

په دغه ولایت کې د شته ځلورو سیمه ییزو راډیو ګانو مسولین وايي، دګردي میزونو، خبرونو او مرکو له لارې هم د واکسین پر تړاو عامه پوهاوي ته دوام ورکوي.

کونړ کې د واکسین دپروسې مشر ډاکټر محمد اسحاق نظامي په دې برخه کې، د سیمه ییزو راډیو ګانو چارې ستايي او وایي، د دې ولایت نږدې نمايي اوسېدونکو ته پوهاوی ورکوي.

نوموړی زیاتوي "په دې برخه کې رسنۍ له مونږ سره ډېره همکاري کوي او خلکو ته ښه پېغام ورکوی، موږ یې له چارو خوشاله یو او ستایو یې."

نظامي دا هم وايي، رسنۍ هر ځلې د واکسین له پیله وړاندې، خلکو ته د پوهاوي لپاره اعلان کوي او دا چاره ډېره ګټوره تمامه شوې ده.

د کونړ ځايي اوسېدونکي همد واکسین پر تړاو دعامه پوهاوي په برخه کې ټولې اوپه ځانکړې توګه دکونړ سیمه ییزې رسنۍ ستايي.

دوی دعامه پوهاوي پر تړاو دپروګرامونو لا ډېرېدل غواړي.

که څه هم اوس مهال له ټولۍ نړۍ د پولیو ناروغي ختمه شوې، خو افغانستان پاکستاناو نایجیریا هېوادونونه د دغه مرض وروستۍمورچلېپاتې سمې دي.

د ډېرو خلکو په باور که د کمپاینونو تر څنګ دعامه پوهاوي لپارههم هڅې یو څه ګړندۍ شي، لرې نه ده چې افغانستان هم له پولیو یو پاک هېواد اعلان شي.

XS
SM
MD
LG