د لاس رسي وړ اتصالات

​​ د رسنیو څېړنو د ۴۵ زره روسي پوځیانو هویت په ډاګه کړی چې په اوکراین کې وژل شوي


 روسیې پوځیان د جګړې لومړۍ کرښې تر روانیدو مخکې
روسیې پوځیان د جګړې لومړۍ کرښې تر روانیدو مخکې

د بي بي سي روسي څانګې او د میډیازونا خبري اژانس له اوکراين سره د جګړې پر مهال د څه باندې ۴۵ زره روسي پوځيانو د وژل کېدو او د هغوی د هویت د پیژندلو پخلی کړی دی.

په جګړې کې د ښکلیو دغو دواړو هېوادونو لپاره د پوځي تلفاتو مسله ډېره حساسه ده او روسیې له ۲۰۲۲ کال راهیسې پدې اړه هیڅ راز رسمي ارقام نه دي خپاره کړي.

په دې اړه په یو خپور شوي رپوټ کې ویل شوي، چې د بي بي سي روسي څانګې، د میډیازونا خبري اژانس او د رضاکارانو یوه ډله توانېدلي، چې د هغو ۴۵۱۲۳ روسي پوځیانو نوملړ ترتیب کړي، چې له اوکراین سره د جګړې پر مهال وژل شوي دي.

خو ددې شمېرې سره سره، په دغه راپور کې همداراز خبرداری ورکړل شوی، چې ښايي د وژل شویو سرتېرو اصلي شمېر دوه چنده وي.

د بي بي سي روسي څانګې ویلي، چې د وژل شویو کسانو دوه پر درېیمه برخه پوځي سابقه نه درلودله او ټول هغه بندیان وو چې په خپله خوښه د روسیې د خصوصي شرکتونو له خوا ګمارل شوي وو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ‌د جګړې په ډګر کې شاتګ نه مني.

بلخوا اوکراين هم د خپلو پوځيانو د مرګ ژوبلې کره شمېر نه په ډاګه کوي، خو د چارو شنونکي په دې اند دي، چې د اوکرايني پوځيانو د تلفاتو شمېر هم لسګونو زرو ته رسېږي.

تر دې مخکې ډیلي میل ورځپاڼې د برتانیا د دفاعي استخباراتو پر بنسټ خبر ورکړی وو چې په ۲۰۲۳ کال کې د روسیې د وژل شویو او ټپیانو شمېر هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ تنه وو.

په رپوټ‌ کې ویل شوي، که د روسي ځواکونو مرګ ژوبله په همدې ډول دوام وکړي، تر ۲۰۲۵ کال پورې به د روسی ځواکونو د مړو او ټپیانو شمېر ۵۰۰ زرو ته ورسېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG