د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایان په جګړه کې د روسیې پر وړاندې د اوکراین بریا ته ناهیلي دي - سروې


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

پر اوکراین د روسیې د‌ پوځي یرغل د دویمې کلیزې په درشل کې د یوې سروې له مخې چې د چهارشنبې په ورځ، فبرورۍ ۲۱ (کب دویمه) خپره شوه، یوازې لس سلنه اروپایان په دې باور دي چې اوکراین کولای شي روسیې ته د جګړې په ډګر کې ماتې ورکړي.

د اروپايي شورا د بهرنیو اړیکو لخوا دغه سروې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې کیف نه یواځې د روسي‌ ځواکونو سره د جګړې په لومړۍ لیکه کې له ستونزو سره مخ دی، بلکې له اوکراین څخه د لویدیځ ملاتړ په اړه شکونه هم راپورته شوي.

دغه سروې چې تېره میاشت د اروپايي ټولنې په ۱۲ هېوادونو کې ترسره شوې، ښيي چې په اوسط ډول ۲۰ سلنه پوښتل شوي کسان په دې باور دي چې مسکو به بریالۍ شي او ۳۷ سلنه بیا فکر کوي چې جګړه به د جوړجاړي له لارې پای ته ورسېږي.

په دغه سروې کې د اروپايي هېوادونو د وګړو ترمنځ نظرونه توپیر درلود. په پولنډ، سویډن او پرتګال کې ځواب ویونکو ویلي‌ چې په جګړې کې د اوکراین د بریا چانس ۱۷ سلنه ده، پداسې حال کې چې په هنګري او یونان کې د اوکراین د بریا په اړه د خلکو د خوشبینی کچه بیا تر ټولو ټېټه وه.

همدارنګه ددغه سروې له مخې، ۳۱ سلنه کسانو ویلي چې اروپا باید د اوکراین ملاتړ وکړي، ترڅو د روسیې له خوا خپلې لاندې شوې سیمې بېرته ونیسي، خو بلخوا ۴۱ سلنه کسانو ویلي اروپا باید کیف خبرو اترو ته وهڅوي.

په ورته وخت کې د اوکراین د بل لوی ملاتړي، د امریکا متحدو ایالتونو د ملاتړ په اړه شک پرځای پاتې دی، ځکه چې د اوکراین سره د ۶۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د مرستې کڅوړه په کانګرس کې لا تصویب شوې نه ده.

د مرستې پدغه کڅوړې کې د اوکراین د پوځ سره د تجهیزاتو په برابرولو او د اوکراین د خلکو سره په نورو حیاتي برخو کې د مرستو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

دا پداسې حال کې ده چې جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید ډونالډ ټرمپ چې ښایي د نومبر میاشتې په ټولټاکنو کې به د ولسمشر جوبایډن پر وړاندې را څرګند شي، د اوکراین پر ملاتړ یې نیوکه کړې ده.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې که چیرې د امریکا د متحدو ایالتونو راتلونکي ولسمشر له اوکراین سره مرستې ودروي، ایا اروپا به د کیف څخه ملاتړ ته دوام ورکړي؟ ، ۲۰ سلنه ځواب ویونکو ویلي چې متحده ایالتونو باید دا مرستې زیاتې کړي، خو ۲۱ سلنه کسانو بیا ویلي چې دا مرستې باید هم هغسې چې دي، پاتې شي.

همدارنګه د سروې په سلو کې دېرش ځواب ویونکو ویلي چې اروپا باید د متحدو ایالتونو د تګلارې په تعقیب، د مرستو د کمولو له لارې پر اوکراین فشار راوړي چې له مسکو سره یوې هوکړې ته ورسیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG