د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د طالبانو له خوا د علماو لویه رابلل شوې غونډه پیل شوه


په کابل کې د طالبانو د حکومت له خوا نن پنجشنبې جون ۳۰ (چنګاښ نهمه) د دیني علماو را بلل شوې «لویه غونډه» پیل شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي‌ چې دا غونډه د طالبانو د رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند په وینا پیل شوه.

ویل کیږي چې د دیني علماوو د دغې لویې غونډې مشري د مولوي حبیب الله حقاني په نوم دیني عالم کوي.

د طالبانو حکومت لخوا د دیني علماو رابلل شوې غونډې په ژوندۍ بڼه نه خپریږي، بلکې د ویناوالو د خبرو ځینې برخې د طالبانو حکومت د ویاندویانو لخوا پر ټویټر پاڼو خپریږي.

د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند پخپله پرانیستونکې وینا کې وویل چې په افغانستان کې د رامنځته شوي اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره باید وکار وشي او په خبره یې «اسلامي امارت» هڅه کوي ترڅو په ټولو برخو کې ناواخوالې سمي شي.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي تر دې مخکې ویلي وو چې د طالبانو له لوري د "دیني عالمانو او قومي" مخورو رابلل شوې لویه غونډه به د ملي یووالي پر مسایلو خبرې کوي او ښځې به پکې ګډون ونلري.

ښاغلي حفني زیاته کړې چې د دیني علماو غونډه کې د پوهنتون استادانو او ملي سوداګرو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، ښاغلي حنفي د افغانستان ملي تلویزیون ته وویل: "د مختلفو فکرونو خلک به په دغه غونډه کې ګډون کوي... دا به د افغانستان د ثبات او ملي یووالي دپاره ښه کار وي".

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند او د ملي راډیو تلویزیون رئیس احمدالله وثیق پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په یاده غونډه کې څه باندې ۳۰۰۰ کسان ګډون کوي.

د افغانستان د علماو لویه غونډه چې په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې تر سره کیږي د طالبانو حکومت لخوا یې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د طالب چارواکو په وینا دغه لویه غونډه به د درې ورځو لپاره دوام وکړي او د شنبې په ورځ به پای ته ورسیږي.

د دوی په وینا دغه غونډې ته له هرې ولسوالۍ څخه دوه ـ دوه تنه دیني علماء او یو قومي مشر او د ښارونو له هرې ناحیې څخه دوه ـ دوه قومي مشران او یو ـ دیني عالم دعوت شوي دي.

روښانه نده چې په دې غونډه کې به دقیقا په کومو مسئلو خبرې کيږي او دا چې د نجونو د متوسطه او ثانوي ښوونځیو د پرانیستلو پر سر به پکې بحث وشي او که نه.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته لومړی ځل دی چې دوی په افغانستان کې ددیني علماو لویه غونډه جوړوي.

XS
SM
MD
LG