د لاس رسي وړ اتصالات

حنفي: په لویې غونډې کې به نارینه د ښځو استازیتوب کوي


د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وايي د طالبانو له لوري د "دیني عالمانو او قومي" مخورو رابلل شوې لویه غونډه به د ملي یووالي پر مسایلو خبرې کوي او ښځې به پکې ګډون ونلري.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، ښاغلي حنفي د افغانستان ملي تلویزیون ته وویل: "د مختلفو فکرونو خلک به په دغه غونډه کې ګډون کوي... دا به د افغانستان د ثبات او ملي یووالي دپاره ښه کار وي".

حنفي وویل چې دا غونډه به د پنجشنبې په ورځ ۳۰ جون (چنګاښ ۹) په کابل کې پیل شي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ښځې به په دې غونډه کې برخه ولري، ښاغلي حنفي وویل چې نارینه به د ښځو آستازیتوب کوي.

حنفي وویل: "ښځې زموږ میندې او خویندې دي. موږ یې احترام کوو. کله چې د دوی بچي په غونډه کې برخه ولري، پدې معنا ده چې دوی پکې برخه لري".

دا غونډه "لویې جرګې" ته ورته والی لري چې وروستی ځل د پخواني جمهور ئیس اشرف غني لخوا په ۲۰۲۰ کال کې د سولې د مذاکراتو په تړاو د سلګونو طالب بندیانو له خوشې کولو وړاندې جوړه شوې وه.

روښانه نده چې د ۳۰۰۰ کسانو په دې غونډه کې به دقیقا په کومو مسئلو خبرې کيږي او دا چې د نجونو د متوسطه او ثانوي ښوونځیو د پرانیستلو پر سر به پکې بحث وشي او که نه.

نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول امریکا، ویلي دي طالبانو ته پکار دي چې ښځو ته د هغوی حقونه ورکړي.

په غونډه کې د ښځو پر ګډون ټینګار

افغان مدني فعالانو او د ښځو د حقونو پلویانو ویلي د ښځو له ګډون پرته به دا غونډه مشروعیت ونلري. یو شمیر نارینه او ښځینه دیني عالمان او مدني فعالان پرون د سه شنبې په ورځ په کابل کې را ټول شوي وو. دوی د طالبانو په رابلل شوې لویه غونډه کې د ښځو پر ګډون ټینګار وکړ.

د افغان ښځو د سولې او ازادۍ ټولنې غړې، حلیمې ناصري په دې غونډې کې د ښځو د ګډون د اړتیا په اړه وویل: "که د افغان ښځو او نجونو د راتلونکي په اړه بحث کیږي نو پکار دي چې د افغان ښځو آستازي پکې وي. ښځې کولای شي چې خپل درد پخپله ژبه ښه بیان کړي. نور خلک د افغان ښځو نمایندګي نشي کولای. هیڅوک نشي کولای هغه درد بیان کړي چې افغان میرمنو په دې ۴۰ کلونو او [په خاص ډول واک ته د طالباو د رسېدو راهیسې] په دې لسو میاشتو کې ګاللی دی".

آغلې ناصري زیاته کړه: "ښځې او نارینه د یو بل بشپړونکي دي او که چیرې په یوه ټولنه کې ښځو ته د ګډون فرصت ورنکړل شي نو له شک پرته چې پرمختګ به ونه کړي".

په اسلام آباد کې د طالبانو د تېر حکومت سفیر ملا عبد السلام ضعیف له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، د ده د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د سیاسي مشارکت او د ښځو پر موضوعاتو خبرې وشي.

ټاکل شوې وه چې دغه درې ورځنۍ غونډه نن چهارشنبې پیل شوې وای، خو د نامعلومو دلایلو له آمله یوه ورځ وځنډول شوه.

XS
SM
MD
LG