د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د علماو غونډه؛ طالبان د څه شي په لټه کې دي؟ 


د لویې جرګې تالار
د لویې جرګې تالار

د طالبانو حکومت په کابل کې د دیني عالمانو د یوې سترې غونډې جوړیدل تائید کړي، خو د غونډې د جوړیدو نیټه یې نه ده اعلان کړې.

که څه هم طالبانو د دې غونډې د جوړیدو د کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کیږي چې ټاکل شوې داغونډه به چهارشنبې په ورځ په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې جوړه شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ ناوخته د خپل ټویټر په پاڼه د دې غونډې په باب ولیکل چې د هيواد ډېرو علماء کرامو د طالبانو امارت له مشرتابه څخه په اصرار سره د يوې غونډې غوښتنه کوله، مشرتابه هم د دوی غوښتنه ومنله چې په نېږدې راتلونکي کې به په کابل کې د علماوو يوه ستره غونډه جوړه شي.

ښاغلي مجاهد ویلي: "دا چې غونډه د اولس د هيلو او غوښتنو په اساس جوړيږي نو د هيواد له ټولو ولايتونو او ولسواليو څخه به ګڼ شمیر علماء کرام او قومي مخور ګډون پکې کوي".

د طالبانو یوې منبع د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې په رژیم باندې انتقاد ته اجازه ورکړل شي او د نجونو د زده کړو په څیر مسایلو به بحث وشي چې ددې ډلې نظریات یې سره ویشلي دي.

د باختر خبري اژانس د سه شنبې په ورځ په یو راپور کې ویلي چې زیات شمېر «دیني عالمان او قومي مشران» په جرګه کې د ګډون په موخه له ولایتونو څخه د هېواد پلازمېنې ته روان شوي دي. دغه علماء او مشران به په هغې لویه جرګه کې ګډون وکړي چې د افغان ولس په غوښتنه کابل کې جوړېږي.

د رپوټونو له مخې په دغه غونډه کې به د هرې ولسوالۍ څخه دیني علماء او قومي مشران برخه واخلي.

د طالبانو منبع چې د فرانس پرس سره یې خبرې کړې دي چې دغه غونډه به د طالبانو د حکومت د کړنو په هکله د علماو نظر واخلي. د منبع په وینا د «غونډې ګډون کوونکو ته به اجازه ورکړل شي چې «د اسلامي امارت» نیمګدتیا په ګوته کړي او حتی شکایت وکړي.»

طالب چارواکو ټینګار کړي چې د دوی واکمني په ملي کچه شهرت لري، خو دوی یو ځل بیا د خپلې خوښې سخت دریځه اسلامي مقررات پلي کړي کوم چې یې د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ کال پورې عملي کول. په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو او زده کړو مسله چې د کار او تعلیم څخه محرومې شوي په ملي او بین المللي کچه غندل کیږي.

تراوسه د دې غوڼدې اجندا نه اعلان شوې خو اټکل کیږي چې په ځینو ستونزو او مسلو به په دې درې ورځنۍ غونډه کې خبرې وشي. نن د سه شنبې په ورځ کابل کې یو شمیر دیني عالمانو د مدني ټولنې ځینو ښځینه فعالانو په یو خبري کنفرانس کې د طالبانو د حکومت له لوري د 'دیني علماو او قومي مشرانو' په جوړېدونکې لویې غونډې کې د مېرمنو په ګډون ټینګار وکړ.

د دغه ناستې یوې ګډونوالې او دینې عالمې ستارې وویل چې ښځو د اسلام تاریخ په اوږدو کې په سیاسي او ټولنیزو برخو کې ونډه لرلې او په خبره یې د طالبانو حکومت هم باید مېرمنو ته په ملي پرېکړو کې ونډه ورکړي.

ددې غونډې د ګډونوالو په پریکړه لیک کې اندېښنه وښودله، چې د طالبانو حکومت لخوا د جوړېدونکي لوی غونډې د پایلو او پرېکړو په اړه هیڅ معلومات نلري په ځانګړي ډول دا چې د ښځو او نجونو په اړه به په دې غونډه کې څه پرېکړې وشي.

د سیاسي چارو یو کارپوه طارق فرهادي وايي، چې اوس مهال افغانستان د ټولشموله حکومت جوړیدل، یو اساسي قانون په نشتون کې دوهمه لویه مسله د نجونو د زده کړو او په ټولنه کې د ښځو د ګډون مسلې دي.

ښاغلي فرهادي وویل: "درییمه داه چې افغانستان کې اقلیتونه د نابرابرو تاوتریخوالي ډک چلند څخه شکایت لري. دا د مهاجرت سبب کیږي او د افغانستان ګاونډیو او نړیوالې ټولنې د اندیښنو سبب ګرځي. که چیرې دا غونډه دا ستونزې حل نکړي د دریو زرو میلمانو بعیت به چې د طالبانو له خوا غوره شوي په کور دننه او بهر د مشروعیت ترلاسه کولو سبب نشي".

د دیني عالمانو دا ستره غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې پر افغانستان باندې د طالبان واک ته د رسیدلو یو کال پوره کیدو ته شاوخوا یوه نیمه میاشت پاتې ده.

XS
SM
MD
LG