د لاس رسي وړ اتصالات

میلانیا ټرمپ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې مشري وکړه

میلانیا ټرمپ د امنیت شورا په غونډه کې
میلانیا ټرمپ د امنیت شورا په غونډه کې

د متحدو ایالتونو د ولسمشر مېرمن میلانیا ټرمپ د دوشنبې په ورځ (مارچ دویمه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې مشري وکړي.

میلانیا ټرمپ په خپلو خبرو کې لومړی د هغو امریکايي سرتېرو څخه مننه وکړه چې په تېرو دریو ورځو کې د ایران د رژیم په ضد د متحدو ایالتونو په جګړې کې وژل شوي.

هغې وویل چې د دغو «اتلانو» زړورتیا او مېړانه به تل یادېږي.

دا غونډه په نیویارک کې د دغې شورا په مرکزي دفتر کې وه او د زغم په ترویج کې د تعلیم د ونډې او نړیوالې سولې په اړه په کې خبرې وشوې.

میلانیا ټرمپ د زده کړې د ارزښت او د سولې په تامین کې یې په د ونډې په اړه وویل: «پایداره سوله هغه وخت تامین کېدای شي، چې زموږ په ټولو ټولنو کې زده کړې او پوهنې ته بشپړ درناوی وشي. »

هغې زیاته کړه: «که مو ملتونه سره متحد شي، د تکنالوژۍ په برخه کې شته خلا له منځه وړلای شو او ټول خپل بشپړ ظرفیت ته د رسېدو لپاره توانمند کولای شو.»

نوموړې ټېنګار وکړ چې متحده ایالتونه په ټولې نړۍ کې د ماشومانو ترڅنګ ولاړ دی او هیله یې وښوده چې ټول ماشومان په سولې کې ژوند ولري.

متحدو ایالتونو د مارچ په لومړۍ نېټه د امنیت شورا دوره يي مشري په غاړه واخیسته. د دغې شورا ویاند تائید کړ چې دا لومړی ځل چې یوه لومړۍ مېرمن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري کوي.

میلانیا ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په میاشت کې یو نړیوال ایتلاف پيل کړ چې «په ګډه د راتلونکي روزل» نومېږي او د تعلیم د ودې، ابتکار او تکنالوژۍ له لارې د ماشومانو د هوساینې او ښه والي لپاره کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG