د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د وژل شویو سرتېرو یاد تازه کوي


سرتېرو ته د درناوي مراسم په لومړي ځل په ۱۹۸۸ کال جوړ شول.
سرتېرو ته د درناوي مراسم په لومړي ځل په ۱۹۸۸ کال جوړ شول.

نن دوشنبه( د مۍ ۳۰) په متحدو ایالاتونو کې Memorial Day ده، په دغه ورځ په بهرنیو جنګونو کې د وژل شویو امریکایانو یاده تازه کیږي. امریکا کې عمومي رخصتي وي او په ډېرو برخو کې یې رسمي مراسم جوړیږي.

ولسمشر اوباما په خپلې اونیزې وینا کې وویل چې د خپلو وژلو شویو "قهرمانانو دومره پوروړي یوو" چې هیڅکله به یې ادا نکړای شو.

تر عمومي رخصتي یوه ورځ مخکې، زرګونه پخواني سرتيري او پوځیان په غټو او وړو موټر سایکلونو سپاره واشنګټن ډي سي ته راځي او د نمایش په ډول د امریکا د کانګرس د ودانۍ مخکې او د ښار په نورو سړکونو باندې ګرځي راګرځي.

تر ملي رخصتۍ یوه ورځ مخکې زرګونه متقاعد پوځیان په موټرسایکلونو سپاره واشنګټن ته راځي.
تر ملي رخصتۍ یوه ورځ مخکې زرګونه متقاعد پوځیان په موټرسایکلونو سپاره واشنګټن ته راځي.

د هغوی د دغه کار هدف دا وي، چې ځان او نور وژل شوي پوځیان خلکو ته ور په زړه او یاد کړي.

د امریکا غږ خبریاله ارش عرباسیدي د یکشنبې په ورځ د سرتېرو په یاد جوړو شویو مراسمو ته تللې وه، هغه وايي، د امریکا پوځ د ویرجینا ایالت د ارلنګټن په ملي هدیرې کې د وژل شویو پوځیانو پر قبرونو ملي جنډې ودرولي او د ګلونو ګېډۍ یې کېښودې.

د ویرجینا د ارلنګټن په هدېرې کې شاوخوا ۳۲زره قبرونه دي.
د ویرجینا د ارلنګټن په هدېرې کې شاوخوا ۳۲زره قبرونه دي.

د هر قبر په شناختې باندې د وژل شوي عسکر نوم، د هغه د وژل کیدو ځای او نیټه لیکل شوې ده. د ارلنګټن په ملي هدیرې کې شاوخوا ۳۲زره قبرونه دي.

معمولآ د امریکا د ١٩۴٨ د پوځ د زاړه ګارډ د قطعې عسکر هر کال پر دغو قبرونو د امریکا ملې جنډو دروي، د همدغې قطعې یوې خورد ضابطې، ماریسول ریلي امریکا غږ ته وویل"د عسکرو پرشناختو د ملي جنډې اېښودل له هغوی سره زمونږ مینه زیاتوي او باید ټول دا کار تجربه کړو".

پرقبرونو باندې د امریکا د ملي جنډې د ایښودلو مراسم د Memorial Day نه یوه ورځ مخکې جوړیږي.

په دغه ورځ د امریکا د وژل شویو سرتېرو پر شناختو د متحدو ایالتونو بېرغ ځړول کیږي.
په دغه ورځ د امریکا د وژل شویو سرتېرو پر شناختو د متحدو ایالتونو بېرغ ځړول کیږي.

د ارلنګټن د ملي هدیرې د تشریفاتي قطعې یو بل خورد ضابط شان هیکشاه وايي "زمونږ مقصد د هغو امریکایي عسکرو یاد تازه کول دي چې په جنګونو کې وژل شوي. هغوی پر شناختو د ملي جنډې په ایښوددلو سرهد هېواد د ګټو لپاره د هغوی د قربانیو درناوی کوو".

په همدې ورځ د ارلنګنټن په ملي هدیره کې د بې نومه عسکرو د یادګاري څلي د ګارډ عسکرهم بدلیږي او نور عسکر یې پرځای ګمارل کیږي.

سرتېرو ته د درناوي مراسم په لومړي ځل په ۱۹۸۸ کال جوړ شول او هدف یې جنګي بندیانو ته درناوی او د وژل شویو او ورکو شویو پوځیانو یاد تازه کول وو.

XS
SM
MD
LG