د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې میلیونونه خلک په رواني ناروغیو اخته دي


د صحت نړیوالې ادارې رپورټ وایي جې دا وخت په نړۍ کې د پوره ناروغانو ١٣ فیصده ناروغان رواني ناروغۍ لري.
د صحت نړیوالې ادارې رپورټ وایي جې دا وخت په نړۍ کې د پوره ناروغانو ١٣ فیصده ناروغان رواني ناروغۍ لري.

د اکتوبر په لسمه د صحت نړیوالې ادارې د رواني ناروغېو د ورځې په مناسبت په حکومتونو غږ کړی دی چې د رواني ناروغیو نه د خلکو خوندي کولو لپاره قوي اقدامات وکړي.

دې ادارې ویلي چې حکومتونه دې د دغه خلکو درملنې ته پام وکړي. په نړۍ کې په میلینونونو خلک دا وخت په رواني ناروغۍ اخته دي.

د صحت نړیوالې ادارې رپورټ وایي جې دا وخت په نړۍ کې د پوره ناروغانو ١٣ فیصده ناروغان رواني ناروغۍ لري.

دغه څېړنه چې په امریکا، برطانیه او په اتوپیا کې شوې ده ښایي، په رواني ناورغیو اخته کسان، تر نورو ۲۰ کاله کم عمر او ژوند کوي.

د صحت په نړیوالې ادارې کې د رواني ناروغۍ د څانگې مشره میشیل فنک وايي چې په رواني نارغیو اخته خلک اکثره د پامه غورځول کیږي.

هغه واېي چې دوی کوم دارو درملو ته ضرورت لري هغې ته اکثره لاسرسی نه لري او وايي چې مریضان خپلو اساسي ضرورتونو نه محرومه کیږي.

میشیل واېي چې په رواني ناروغیو اخته اکثره خلک چې په مختلفو روغتونونو کې یې علاج کیږي د تشدد او ناوړه چلند ښکارکیږي او د هغې په خبره شکنجه کیږي، ځیني د ورځو ورځو لپاره تړل کیږي. حتی هغوی ته اوبه او خواراک نه ورکول کیږي.

د صحت نړیواله اداره واېي چې حکومتونو ته پکار ده چې ددغو ناروغانو په علاج غور وکړي ځکه چې که د دوی سم علاج وشي، بېرته د عادي خلکو پشان ژوند کولی شي.

XS
SM
MD
LG