د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني افغانستان ته د نورو قواو د استولو په هڅه کې نه دی


د شمالي اتلانتیک سازمان همدا اوس د خپلو پوځي مقاماتو په غوښتنه غور کوي چې افغانستان ته نور سرتیري واستوي
د شمالي اتلانتیک سازمان همدا اوس د خپلو پوځي مقاماتو په غوښتنه غور کوي چې افغانستان ته نور سرتیري واستوي

جرمني وایي، د افغانستان په شمال کې به د شمالي اتلانتیک د سازمان روزنیز ماموریت ته دوام ورکړي، خو په هغه هیواد کې به د خپلو سرتیرو شمیر زیات نه کړي.

د جرمني صدراعظمې انگلا مرکل د ناټو د عمومي منشي ینز ستولتنبرگ سره له خبرو وروسته د پنجشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د خپل پوځي شتون د پراخولو په اړه به د ناټو سازمان څیړنو او تصمیم ته انتظار وباسي.

د شمالي اتلانتیک سازمان همدا اوس د خپلو پوځي مقاماتو په غوښتنه غور کوي چې افغانستان ته نور سرتیري واستوي.

میرمن مرکل وویل "فکر نه کوم چې مونږ دې په [افغانستان] کې د خپلو ظرفیتونو په زیاتولو کې مخکښ واوسو".

ښاغلي ستولتنبرگ د چهارشنبې په ورځ وویل چې ناټو به په افغانستان کې د خپلو قواو د زیاتولو په اړه په راتلونکو څو اونیو کې تصمیم ونیسي، خو هغه په دې ټینگار وکړ چې ناټو به په افغانستان کې بیرته محاربوي عملیاتو ته مخه نه کړي، بلکه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د روزنې، مرستې او مشورو ورکولو د ماموریت د دوام په هکله به تازه تصمیم ونیول شي.

د امریکا متحده ایالات هم په پام کې لري چې افغانستان ته د ۳۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰ نورو سرتیرو په استولو سره په هغه هیواد کې خپل پوځي شتون پراخ کړي. ټاکل شوی چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د می په ٢٥ د ناټو سازمان په عمومي غونډه کې له گډون وروسته په افغانستان د امریکایي پوځیانو د ماموریت په هکله خپل وروستی تصمیم اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG