د لاس رسي وړ اتصالات

مرکل: معلومه نده چې اروپا به د نړۍ د بدلون په وړاندې ودریږي


د جرمني صدراعظمه انگلا مرکل

د جرمني صدراعظمې انگلا مرکل، د جمعې په ورځ وویل چې د نړۍ د سیاسي او اقتصادي بدلونونو په پام کې نیولو سره "نړیوال نظم" د بدلون په حال کې دی.

میرمن مرکل ویلي دي چې "مونږ د سترو اقتصادي ستونزو سره مخامخ یو او باور دی چې یوه ورځ د چین د ځواکمن کیدو په دلیل به د پوځي مشکلاتو سره هم مخامخ یو؛ او مونږ باید د روسیې سره په پخپلو اړیکو کې موافقې ته ورسیږو."

د روسیې سره د اړیکو د ښه کولو په اړه د جرمني صدراعظمه انگلا مرکل پداسې حال کې دا څرگندونې کوي چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بروکسل کې د ناټو د مشرانو د رسمي غونډې له پیل کیدو دمخه جرمني د مسکو سره د غازو او نفتو د تجارتي معاملو د لرلو په دلیل "د روسیې اسیر" وباله او ټینگار یې وکړ چې "جرمني په بشپړه توگه د روسیې له خوا کنترولیږي، ځکه هغوی له ٦٠ نه تر ٧٠ فیصدو پورې خپله انرژي له روسیې نه ترلاسه کوي".

میرمن مرکل همداشان ټینگار وکړ چې "مونږ زیات کارونه لرو چې باید وشي"

خو د جرمني صدراعظمې زیاته کړه، تر اوسه څرگنده نده چې آیا اروپا به ژر تر ژره د ٢١مي پیړۍ د نړیوالو منازعو د حل کولو په گډون د هغو مشکلاتو په وړاندې مسؤلانه ودریږي او که نه؟

میرمن مرکل امریکایي مقاماتو ته په اشارې د نړیوالو کړکیچونو په حل کولو کې د اروپایي ټولنې د زیاتې ونډې اخیستنې په هکله وویل "زه هغه حس چې په متحده ایالاتو کې موجود دی درک کوم، چې وایي مونږ باید د ٢١ پیړۍ په کړکیچونو کې قوي رول ولوبوو- نه یواځې په پوځي برخه کې، بلکه په سیاسي اړخ کې هم قوي رول ولرو."

د جرمني صدراعظمې همداشان وویل چې اروپایي اتحادیه د حالاتو جدیت او نړیوال بدلونونه درک کوي "خو تر اوسه معلومه نده چې آیا مونږ به د مشکلاتو په وړاندې په لازم سرعت ودریږو او که نه؟"

XS
SM
MD
LG