د لاس رسي وړ اتصالات

لیونل میسي د کال غوره لوبغاړی شو


لیونل میسي دا جایزه په ۲۰۲۰ کال کې هم ګټلې وه.
لیونل میسي دا جایزه په ۲۰۲۰ کال کې هم ګټلې وه.

د ارجنټینا د فوټبال د ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي لیونل میسي د کال د غوره لوبغاړي لقب وګاټه او لوبډله یې د کال غوره لوبډله وټاکل شوه.

دا لقبونه دوشنبه مې ۸ (غوایي۱۸) د فرانسې د پاریس په ښار کې د لوریس نړیوال ورزشي جایزو (Laureus World Sports Awards) په کلنۍ غونډې کې ښاغلي میسي او لوبډلې ته یې ورکړل شول.

د ارجینټیا لوبډلې تیر کال په قطر کې د فوټبال نړیوالو سیالیو په پای لوبې کې د فرانسې لوبډلې ته د پینالټي د لارې ماتې ورکړه او داتلولۍ جام یې وګاټه.

ښاغلی میسي چې ۳۵ کاله عمر لري او په پاریس کې یې د دې جایزې اخیستو لپاهر تللی و، د نړۍ لومړنی لوبغاړی شو چې نه یوازې خپله یې بلکې لوبډله یې دا جایزه ګټي.

هغه پدې برخې کې د خپل کلب او په لوبډلې کې د نورو نړیوالو ملګرو څخه مننه وکړله.

میسي وویل، "دا زما لپاره ځانګړی ویاړ دی چې په عین کال کې د لوریوس نړیوال ورزشي جایزې سږ کال په پاریس کې دي. دا هغه ښار دی چې د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا یې زما کورنۍ ته هرکلی ویلی".

د فوټبال دې نومیالي لوبغاړي پخپلو خبرو کې وویل چې د لوبډلې د ملګرو پرته یې دا جایزې نشوی ګټلي او په ځانګړي توګه یې د خپلې ملي لوبډلې او PSG کلب ملګرو څخه مننه وکړله.

لیونل میسي په ۲۰۲۰ کال کې هم دا جایزه د برتانیې د موټر چلولو د سیالیو یو لوبغاړي سره په ګډه ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG