د لاس رسي وړ اتصالات

ولې میتا د امریکا یو شمېر ایالتونو ته څه باندې ۱۶ میلیارد ډالر تاوان ورکوي؟

د میتا شرکت، چې فیسبوک او انستاګرام یې هم یوه برخه ده، موافقه کړې چې د امریکا یو شمېر ایالتونو ته به ۱۶.۶۸ میلیارد ډالر تاوان ورکوي.

د امریکا ۳۳ ایالتونو په میتا حقوقي دعوه کړې وه او ویلي وو چې دا شرکت انستاګرام او فیسبوک داسې جوړ کړي چې ماشومان پرې روږدي کېږي او ذهني روغتیا یې زیانمنه کېږي. همدغه راز دوی ویلي وو چې میتا د ۱۳ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو شخصي معلومات د هغوی د میندو او پلرونو له اجازې پرته ټول کړي دي.

د محکمې د اسنادو په اساس، چې د چهارشنبې په ورځ (اګست۲۶) خپاره شوي، ویل شوي، چې د نوي جوړ جاړي په اساس به میتا په ټوله امریکا کې د خپلو ځلمي کاروونکو لپاره حفاظتي تدابیر په پام کې نیسي.

په دغو تدابیر کې نویو ځلمیانو ته د دغې شبکې اړوندو ټولنیزو رسنیو کارولو ته د ورځې مشخص وخت ټاکل کېږي او د شپې په مشخصو وختونو کې به یې ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی بندېږي.

د کالیفورنیا ایالت لوی څارنوال راب بونتا رسنیو ته ویلي دي چې د دغه توافق په اساس به د میتا ټولنیزې شبکې د ځلمیانو لپاره لا خوندي شي. هغه ویلي میتا منلې چې په څو میاشتو کې به په توافق کې ذکر شوي تغیرات راولي.

په دغو تغیراتو کې د ښوونځي په وخت کې د ټولنیزو رسنیو د اعلانونو بندول، د شپې په مشخصو وختونو کې د اپلېکېشنونو بندول او همدغه راز په ځلمیانو باندې د هغو فلټرونو تړل شامل دي، چې د انسانانو څېرې او بڼې بدلوي.

دا لومړی ځل دی چې مېتا په یوې حقوقي قضیې کې پړ کېږي او د خپلو پلټفارمونو د فعالیتونو څرنګوالی بدلوي.

د متحدو ایالتونو ۳۳ ایالتونو په داسې مهال د میتا په شرکت باندې شکایت کړی وې، چې دغه شرکت په ۲۰۲۱ کال کې د یوې څیړنې څخه وروسته ویلي وو خبر دی چې د انستاګرام څخه د تنکیو ځوانانو او په ځانګړې توګه نجونو ګټه اخیستل څومره زیان لري.

د دې شرکت په څیړنو کې معلومه شوې وه چې د انسټګرام څخه د کار اخیستو له کبله ۱۳.۵ په سلو کې د لسو او ۲۰ کلونو ترمنځ عمر لرونکو نجونو ویلي وو چې د ځان وژنې په هکله فکر کول یې لا خراب شوي او ۱۷ په سلو کې بیا ویلي وو چې د همدې شبکې څخه د کار اخیستو له کبله یې په خوراک کې اختلال پیدا شوی.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG