د لاس رسي وړ اتصالات

مایکروسافت:‌ د روسیې سایبري بریدونه تر ډیره د امریکا امنیتي ادارې په نښه کوي


مایکرو سافت شرکت د پنجشنبې په ورځ اکټوبر ۷ (تل ۱۵) د یوه راپور په خپرولو سره وویل داسې ښکاري ‌چې د روسیې سایبري بریدونه مخ په تهاجمي کیدو او بریالي کیدو دي، ځکه د امریکا او نورو هیوادونو په وړاندې د یاد هیواد د هکرانو بریدونه بریالي دي.

د مایکروسافت "دیجیتلي دفاع راپور" خبرداری ورکړی چې د روسیې د دولت لوبغاړي د روسیې د ۵۸ سایبري بریدونو عاملین دي او د هغوی له هرو دریو بریدونو څخه یو برید بریالی وي.

د یاد راپور له مخې، په روسیه کې میشتو فعالو هکرانو په داسې حال کې په هغه هیواد کې خپل حضور ټینګ کړی چې هغوی د نړۍ د دیجیتلي اکوسیستم په وړاندې یو جدي تهدید شمیرل کیږي.

دې راپور کې روسیې ته خبرداری ورکړل شوی چې روسي سایبري لوبغاړي توانیدلي دي چې ځانونه له خپل محیط او چاپیریال سره آشنا کړي او د پرانیستو منابعو له وسایلو څخه ګټه پورته کړي چې "د هغوی تشخیص یې د پام وړ ستونزمن کړی دی."

مایکروسافت شرکت په دې راپور کې همدارنګه ویلي دي چې له روسیې څخه هکران معمولا امریکا او وروسته بیا اوکراین او بریټانیا په نښه کوي او تمرکز یې د استخباراتي معلوماتو پر راټولولو تمرکز دی.

د یاد راپور له مخې، د روسیې ۵۰ سلنه سایبري بریدونه اوس هغه ادارې تر هدف لاندې نیسي چې په بهرني سیاست، ملي‌ امنیت او دفاعي چارو کې دخیلې دي او دا ډول بریدونه د تیر کال په پرتله ۳ سلنه زیات شوي دي.

مایکرو سافت شرکت راپور ورکړی چې له روسیې وروسته اکثریت سایبري بریدونه د شمالي کوریا، ایران او چین له خوا کیږي.

په راپور کې راغلي چې شمالي کوریا په اکثریت مواردو کې د اسعارو پر شرکتونو بریدونه کړي دي په داسې حال کې چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د تاوتریخوالو له زیاتیدو وروسته، تهران د اسرائیلو په وړاندې خپل سایبري بریدونه څلور برابره زیات کړي دي.

چین هم د خپلو سایبري بریدونو په برخه کې فعال دی او اکثریت بریدونه یې د استخباراتي معلوماتو د راټولولو په هدف وي.

ددغه راپور له مخې جنوبي کوریا، ترکیه او ویتنام هم د سابري فعالیتونو په فضا کې زیاتیدونکی نقش لري خو د یادو هیوادونو بریدونه د روسیې، شمالي کوریا،‌ایران او چین په نسبت کم دي.

یاد راپور په داسې حال کې خپور شوی دی چې امریکا متحده ایالتونو په تیرو اوونیو کې د سایبري بریدونو په خاص ډول د خپلو رقیبانو له خوا یادو بریدونو د زیاتیدو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

ډیری امریکایي چارواکو د داسې قوانینو د وضع کیدو ملاتړ کړی دی چې له مخې یې خصوصي شرکتونه اړ کړای شي ، که یې پر شرکتونو سایبري برید وشي ، نو د امریکا حکومت دي خبر کړي.

XS
SM
MD
LG