د لاس رسي وړ اتصالات

مشکوک انټرنټي باجګیران ۷۰ میلیون ډالر غواړي 


انټرنټي غلو د جمعې په ورځ
انټرنټي غلو د جمعې په ورځ

مشکوک انټرنټي هاکران چې د یو شمېر لویو انټرنټي بریدونو تر شاه دي،‌ ۷۰ میلیون ډالر غواړي‌ چې قفل شوي او زیانمن شوي سیستمونه بېرته خلاص کړي.

دوی ۷۰ میلیون ډالر ډیجیټلي پیسې غواړي.

دا غوښتنه د یکشنبې په ورځ په یو تور ویبسایټ کې چې، له روسیې سره تړلې «REvil» ډله یې کاروي، شوې ده.

د جمعې په ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په یو شمېر شرکتونو او کمپنیو باندې انټرنټي بریدونه وشول.

د امریکا د متحدو ایالتونو په میامي کې د «کاسیا» سافټویرشرکت هم د دغو بریدونو ښکار شوی دی. دغه شرکت وايي چې بریدونه «پیچلي» وو.

د «کاسیا» شرکت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د خپلو پېرېدونکو لپاره یې یوه وسیله فعاله کړې وه چې معلومه کړي سیستمونو ته یې څوک ننوتلي که نه.

دغه شرکت هیله څرګنده کړې ده چې تر دوشنبې پورې به معلوماتي مرکز بېرته انلاین کړي.

اف بي آی وايي چې «REvil» انټرنټي باج غوښتونکي د مۍ د میاشتې په سایبري بریدونو کې هم دخیل وو چې د نړۍ د غوښې د پروسې یو لوی شرکت «JBS» کارونه یې هم په ټپه درولي ‌وو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره میاشت د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په خپلو خبرو کې دغه ډول بریدونو ته په اشارې وویل که روسیه له دغو بریدونو سره تړاو ولري، امریکا به یې مسئوله وګڼي.

په دغه راپور کې د رویټرز او اسوشیتدپرس له معلوماتو څخه استفاده شوې ده.

XS
SM
MD
LG