د لاس رسي وړ اتصالات

د ایټالیا له خوا رد شوي کډوال هسپانیې ته ورسیدل


په مهاجرو کې افغانان، پاکستانیان او بنگالیان شامل دي خو اکثره د افریقا د لوې وچې اوسیدونکې دي.
په مهاجرو کې افغانان، پاکستانیان او بنگالیان شامل دي خو اکثره د افریقا د لوې وچې اوسیدونکې دي.

د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر جوزیف بوریل وویل، دا کار د دې لپاره کوي چې اروپا خپل مسؤلیت پرځای کړي او د گډې پالېسۍ له لارې د کډوالو ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.

دغه ٦٣٠ پناه غوښتونکي د ٢٦ هیوادونو خلک دي، افغانان، پاکستانیان او بنگالیان پکې شامل دي خو اکثره یې د افریقا د لوې وچې اوسیدونکې دي.

د والینسیا چارواکي وایي په دې کښتۍ کې ۴٥٠ نارینه او اتیا ښځې دي چې اوه ښځې پکې میندوارې دي. د دغو کډوالو په جمله کې یولس ماشومان او ٨٩ تنکي ځوانان هم شامل دي.

دغه پناه غوښتونکي چې د ایټالیا د ساحلي ګارډ دوو کښتیو بدرګه کوله، د یکشنبې په ورځ (د جون ١٧) د هسپانیې جنوب ختیځ، د والینسیا بندري ښار ته ورسېدل.

دغه کډوال تېره اوونۍ د اکواریس په نوم د ېوې فرانسوۍ مرستندویې ډلې د کښتۍ له خوا د مدیترانې په سمندرګي کې ژغورل شوي وو.

وروسته له دې چې د پناه غوښتونکو ژغورل شوې بېړۍ، اکواریوس ته ایټالیا پخپله خاوره کې د ننوتو اجازه ورنه کړه، په اروپا کې پر دې مسئلې د مهاجرو پر سر ژور اختلاف پیدا شو.

په هسپانیې کې د بې پولې ډاکترانو د ادارې مشر دیوید نگوریا وایي خوشاله دی چې دا له کړاونو ډک سفر بلاخره پای ته ورسید.

د هسپانیې په والینسیا بندر کې شاو خوا دوه زره خلک چې پکې زره تنه د سره صلیب کارکونکي او ۴٧٠ ژباړونکي له خوا یې هرکلی وشو. د سره صلیب کارکونکي د دغو د دغو کډوالو لپاره چې اکثره یې له افریقایي هیوادونو څخه چمتووالی لري.

ایټالیا چې د مدیترانې له لارې اروپا ته په تېره بیا د افریقایي هېوادونو د تلونکو کډوالو او پناه غوښتونکو دروند بار ته یې اوږه ورکړې، د دغو پناه غوښتونکو له منلو ډډه وکړه.

د ایټالیا نوی ولسي حکومت استلال کوي چې دغه کډوال د مدیترانې د اوبو په هغه برخه کې ژغورل شوي چې مالتا ته نېږدې ده او هغه هېواد یې باید ومني.

XS
SM
MD
LG