د لاس رسي وړ اتصالات

په زرگونو مهاجر په یونان کې ایسار دي


د یونان څخه د مقدونیا د پولې په لور روان پناه غوښتونکي
د یونان څخه د مقدونیا د پولې په لور روان پناه غوښتونکي

د افغانانو په گډون په زرگونو مهاجر او پناه غوښتونکي په داسې حال کې په یونان کې ایسار شوي چې د یونان گاونډي هیواد مقدونیا د مهاجرو پرمخ خپله پوله تړلې ده.

د یونان څخه د اروپا شمال ته په غزیدلې لوی لار په سلگونو مهاجر د دوو ورځو راهیسې په بسونو کې ناست او د مقدونیا په لور حرکت ته انتظار باسي.

له بلې خوا هره ورځ په سلگونو نور هغه پناه غوښتونکي چې له ترکیې څخه د یونان ختیځو ټاپوگانو ته تللي اوس په بېړیو کې د یونان مرکزي سیمو ته په رارسیدو دي.

هغه مهاجر او پناه غوښتونکي چې د یونان د پیراوس بندر ته رارسیږي په عمومي توگه سمدستي په بسونو او یا اورگاډو کې د یونان شمالي پولې ایډومیني ته سفر کوي. خو د مقدونیا له لورې د نویو مقرراتو د پلي کولو وروسته په سرحد کې گڼه گوڼه خورا زیاته شوې ده. د پنجشنبې په ورځ په دې سرحد کې د شاوخوا ٢٨٠٠ کسانو څخه یواځې سلو تنو ته له سرحد څخه د تیریدو اجازه ورکړل شوه.

مقامات وایي د اتن څخه شمال ته د غزیدلې لوی لارې په اوږدو کې ۴٠ بسونه تم شوي وو. شاوخوا دوه سوه کسان چې ټوله شپه یې په بسونو کې تیره کړې وه او د نه پرمختگ په وجه ناامیده شوي وو، د سرحد په لور پیاده روان شول چې په دې ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

اروپایي ټولنه د تیرکال راهیسې د مهاجرو له تاریخي کړکیچ سره مخامخ ده چې د دوهمې نړیوالې جگړې راهیسې ساری نه لري.

د جرمني په گډون د اروپایي ټولنی څو هیوادونو خپل د مهاجرت قوانین اصلاح او نوي کړي دي. دوی هڅه کوي چې سیاسي او اقتصادي پناه غوښتونکي سره جلا کړي.

له بلې خوا د یونان پولیسو د روانې اونۍ په پیل کې په سلگونو افغان پناه غوښتونکي د مقدونیا سره پر پولې باندې د کمپونو څخه په آتن کې یوه پوځي کمپ ته انتقال کړي دي.

په داسې حال کې چې مقدونیا هغه هیواد ته د افغان مهاجرو په داخلیدو باندې بندیزونه لگولي دي د افغانستان حکومت ویلي دي چې د مقدونیا او یونان ترمنځ په پوله د افغان پناه غوښتونکو په وړاندې چلند تبعیضي عمل دی. افغان حکومت د صربیا او مقدونیا څخه غواړي چې د هغو نړویوالو کنوانسیونونو له مخې عمل وکړي چې دوی ورته متعهد دي.

XS
SM
MD
LG