د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پنس: تاریخ به ټرمپ د ۲۰۲۱ کال بلوا له کبله "مسؤل" وبولي


مایک پینس د ډونالډ ټرمپ مرستیال و او د ښاغلي ټرمپ دا غوښتنه یې نه وه منلې چې د انتخاباتو نتیجه رد کړي.
مایک پینس د ډونالډ ټرمپ مرستیال و او د ښاغلي ټرمپ دا غوښتنه یې نه وه منلې چې د انتخاباتو نتیجه رد کړي.

د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پنس چې غواړي په ۲۰۲۴ کال کې د جمهوري ریاست انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند لخوا کاندید شي، پخپل مخکني مشر تر ټولو شدید انتقاد کې ویلي چې تاریخ به هغه مسؤل وبولي.

ښاغلي پنس په واشنګټن ډي سي کې یوې غونډې کې وویل، " جمهور رئیس ټرمپ غلط و ؛ ما د انتخاباتو د نتیجې بدلولو حق یې نه درلود".

مایک پنس همدارنګه وویل چې ټرمپ په شخصي توګه د دې مسؤل و چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۶ مې نیټې یې خپل پلویان بلوا ته هڅول تر څو کانګرس پرې نږدي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجه تائید کړي.

د مخکني جمهور رئیس مرستیال همدرانګه وویل چې د ټرمپ "بې باکانه" څرګندونو له کبله یې کورنۍ او د کانګرس په ماڼۍ کې د ټولو موجودو کسانو ژوند په خطر کې اچولی و.

هغه زیاته کړه، "اشتباه مکوئ. څه چې په هغې ورځې پیښ شول یوه رسوایي وه او دا به په تهذیب ملنډې وهل وي چې (دا پیښه) په بل ډول وښودل شي".

ډونالډ ټرمپ په شخصي او عامه توګه د خپل مرستیال څخه غوښتي و چې د انتخاباتو د نتیجې د اعلان مخه دې ونیسي خو ښاغلي پنس دا غوښتنه نه وه منلې او ټینګار یې کاوه چې پدې بهیر کې د جمهور رئیس د مرستیال په توګه حضور یې یوازې تشریفاتي بڼه درلوده.

پداسې حال کې چې امنیتي چارواکو کوښښ کاوه مایک پنس او کورنۍ یې خوندي وساتي او هغوي یې د کانګرس ماڼۍ دننه خوندي ځای ته لیږدولي و، خو ځینو بلواګرو آن د "مایک پنس اعدام کړئ" شعارونه ورکول.

چارواکي وایي مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ نږدې درې ساعته په سپینې ماڼۍ کې ناست و او خپل پلویان یې په تلویزیون کتل چې د کانګرس ماڼۍ خوا ته د بلوا لپاره روان او درې ساعته وروسته یې په یوې اعلامیې کې د خپلو پلویانو څخه وغوښتل چې د کانګرس ماڼۍ څخه ووځي.

د کانګرس ځانګړې کمیټه چې د کانګرس په ماڼۍ د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۶ مې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د پلویانو د بلوا په هکله څیړنې کوي، تیر کال یې وړاندیز کړی و چې د عدلې وزارت ښاغلی ټرمپ محاکمه کړي.

د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د استازو مجلس یوې کمیټې چې ۷ دموکراتان او دوه جمهوري غوښتونکي یې غړي دي، د رایو په غوڅ اکثریت د څارنوالانو وغوښتل چې د امریکا د مخکني مشر پر ضد څلور تورونه ثبت کړي.

ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دموکرات ګوند کاندید او اوسني جمهور رئیس جو بایډن سره په سیالیو کې ماتې وخوړله خو تر دې دمه ادعا کوي چې په انتخاباتو کې ټګي برګې شوې وه او دا چې هغه د انتخاباتو ګټونکی دی.

د تحقیقاتو ځانګړې کمیټي په ډونالډ ټرمپ چې ویلي یې دي په ۲۰۲۴ کال کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځان کاندیدوي، څلور تورونه ولګول.

بغاوت ته هڅونه او همکاري، د کانګرس د رسمې غونډې مخه نیول چې په انتخاباتو کې د جمهور رئیس جو بایډن بری یې تائیدوه، د متحده ایالاتو د تیر ایستلو لپاره دسیسه او د غلطې بیانیې لپاره دسیسه کول، هغه څه دي چې په ښاغلي ټرمپ یې تورونه لګول شوي.

خو دا کمیټه نشي کولی په کوم چا جنایي تورونه ولګوي او یوازې د دا ډول اقدماتو غوښتنه کولی شي.

په عین حال کې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د دې کمیټې د تحقیقاتو د نتیجې په غبرګون کې ادعا کړې چې د دې تحقیقاتو هدف دا دی چې هغه پرې نښودل شي د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځان کاندید کړي.

ښاغلي ټرمپ په یوې اعلامیې کې ویلي، "هغوي پوهیږي چې زه یې ګټم او هر ډول محاکمه کیدل د دواړو ګوندونو هڅه وي چې ما څنډې ته کړي".

د کانګرس د تحقیقاتو ځانګړې کمیټې ویلي چې ښاغلي ټرمپ آن د اریزونا او جورجیا په ایالتونو کې د انتخاباتو په مسؤلینو فشار راوړی و چې نتیجې رد کړي.

XS
SM
MD
LG