د لاس رسي وړ اتصالات

نیکې هیلې د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته 'ځان کانديدوي'


نیکې هیلې
نیکې هیلې

د امریکا د جنوبي کارولینا مخکنۍ والۍ او په ملګرو ملتونو کې د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د ادارې استازې نیکې هیلې پلان لري چې د متحدو ایالتونو د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځان کاندید کړي.

امریکايي رسنیو د مېرمن هیلې د دغه پلان په اړه راپورونه خپاره کړي دي. اسوشیتډ پرس هم نیکې هیلې ته نژدې له یو کس سره، چې په دې پلان خبر دی، غږېدلی دی او هغه ورته دا خبر تائید کړی دی.

ټاکل شوې چې نیکې هیلې د فبرورۍ په ۱۵ نېټه د جنوبي کارولینا په مرکز چارلسټن کې خپله کاندیدتوري اعلان کړي.

که هغه دا کار وکړي، لومړۍ میرمن به وي چې د خپل پخواني مشر دونالډ ټرمپ په مقابل کې به انتخاباتو ته درېږي. دا په داسې حال کې ده چې دونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ په جنوبي کارولینا کې د خپل ابتدايي کمپاین په یوې غونډې کې ګډون کړی و.

نیکې هیلې د ټرمپ په اداره کې له ځینو مقاماتو سره د نظر اختلافات درلودل او کله چې په ۲۰۱۸ کې یې له ادارې څخه ووتله، داسې انګېرنې وې چې ممکن هغه به د ۲۰۲۰ په ټاکنو کې د دونالډ ټرمپ په مقابل کې ودرېږي او یا د ټرمپ د مرستیال مایک پنس ځای ونیسي، خو داسې ونشول.

نوموړې مخکې اسوشیتډپرس ته ویلي وو چې که د ۲۰۲۴ کال انتخاباتو ته «ولسمشر ټرمپ ځان کاندید کړي، زه نه درېږم»، خو هغې اوس فاکس نیوز ته ویلي چې د امریکا د اقتصاد په ګډون «ډېر مسائیل بدل شول» او دا غواړي چې د «نوي نسل د تغیر» برخه شي.

دونالډ ټرمپ ویلي دي چې نیکې هیلې ورته څو ورځې مخکې تیلیفون کړی و چې په انتخاباتو کې یې د کاندید کېدو په اړه يې نظر معلوم کړي، خو وايي هڅه یې ونکړه چې هغه له دې کار څخه را وګرځوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست انتخابات د ۲۰۲۴ د اکتوبر په میاشت کې پلان شوي دي. په تېرو ټاکنو کې جوبایډن دونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړه.

XS
SM
MD
LG