د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د افغانستان شخړه د شواهدو پر بنیاد ارزول کیږي


مایک پامپیو په باګرام پوځي اډه کې د امریکايي عسکرو سره.
مایک پامپیو په باګرام پوځي اډه کې د امریکايي عسکرو سره.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مایک پامپیو وایي د أفغانستان او سیمې لپاره د امریکا نوې ستراتیژي مشخص اغیز کړې او شریکان او متحدین د أفغانستان او شاخوا شخړو په اړه په د بیاځلي ارزونې، محاسبو او د حقیقي وضعت شواهدو ته په کتو همکاري کوي.

مایک پامپیو د دوسنبې په ورځ (جولای۹) په کابل کې خبریالانو ته دا هم وویل چې د نوې ستراتیژۍ محوري موضوع په جنوبي اسیا کې د افغانستان امن کول دي.

په عینی وخت کې د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتیس د سعودي عربستان شهزاده السعود، ولیعهد، د صدراعظم معاون او دفاع وزیر ته په یو لیکلي پیغام کې د موقتي اوربند وروسته، د افغانستان د ثبات او سولې په تامین کې د سعودي د مهم نقش ستاینه کړې ده.

په جده کې د افغانستان د سولې کنفرانس - جولای ۱۰
په جده کې د افغانستان د سولې کنفرانس - جولای ۱۰

ماتیس د دوشنبې په ورځ (جولای۹) پدې لیک کې لیکلي چې د افغانستان د امن په مسله کې د سعودي د سلطنت رهبرۍ او صداقت نه یوازی د ترهګرۍ او سخت دریځۍ ضد د سعودي هڅې څرګندوي بلکې، د مهم ستراتیژيک همکار په حیث د امریکا او سعودي روابط ټينګوي.

ددی سربیره، د نړۍ سیاسي او نظامي مشران چې د سه شنبې په ورځ (جولای۱۰) په بروکسل کې د ناټو غونډې ته ورغلي، داسی تمه کیږي چې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني لخوا د سولې دپاره د ډيرې څرګندې طرحې او د هغه د حکومتي اصلاحاتو ملاتړ وکړي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ناټو غړو هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د سه شنبې په ورځ (جولای۱۰) بروکسل ته لاړ. ارګ وویل ښاغلی غني به د چهارشنبې (جولای۱۱) په ورځ د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو سره لیدنې کتنې ولري او پنجشنبې به د ناټو په سرمشریزه کې وینا وکړي.

د ارګ د ویاند مرستیال د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په د ناټو په غوڼډه کې به د افغانستان، د تروریزم سره د مبارزې او د سولې د پروسې د ملاتړ تر څنګ د جُرمي اقتصاد د شبکو سره پر مبارزه هم بحثونه وشي. د ارګ په وینا د افغانستان لپاره د دې غونډې پایلې ډېرې مهمې دي.

بلخوا، د افغانستان د سولې په ارتباط د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا ځانګړې استازې الیس ویلز د سه شنبې په ورځ (جولای۱۰) په کابل کې د حزب إسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره هم لیدنه وکړه.

XS
SM
MD
LG