د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: امریکا په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمنه ده


پمپیو د هسکې مېنې د تېرې جمعې ورځې خونړۍ چاودنه هم غندلې ده
پمپیو د هسکې مېنې د تېرې جمعې ورځې خونړۍ چاودنه هم غندلې ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د تېرې جمعې ورځې تر چاودنې وروسته ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمن دی او د تروریزم په وړاندې مبارزې ته به دوام ورکوي.

پرون شنبه د اکتور پر ۱۹مه «تلې۲۷مه» د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي پمپیو له قوله ویل شوي، چې امریکا به د سوله غوښتونکو افغانانو ترڅنګ ولاړه وي.

په یاد بیان کې د نوموړي له قوله راغلي: "امریکا په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمنه ده او د تروریزم په وړاندې زموږ مبارزه به دوام ولري، موږ به یوازې د هغو افغانانو چې سوله او خپل هېواد په راتلوونکي کې له هر ډول تاوتریخوالې څخه پاک غواړي، ترڅنګ ولاړ یو."

ښاغلي پمپیو د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په یو جومات کې د تېرې جمعې ورځې چاودنه هم غندلې او زیاته کړې ده، چې عبادت ځایونه باید له هر ډول بریدونو څخه خوندي وي.

ښاغلي پمپیو ویلي: "د عبادت ځایونه باید خوندي وي،باید د تروریستي حملو هدف ونه ګرځول شي، زه د دغه پېښې له قربانیانو سره ژوره خواخوږي څرګندوم."

دغه برید چې تر دامهاله یې هېڅ یوې وسله والې ډلې مسؤلیت نه دی اخیستی، په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شو.

د ننګرهار د چارواکو په وینا په یاد برید کې ۷۰ تنه لمونځ کوونکي وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم نن هسکې مېنې ولسوالۍ ته د سفر پرمهال وویل، چې د دغه برید عاملینو ته به سخته سزا ورکړي.

هغه همدارنګه ولایتي ادارې ته سپارښتنه وکړه، چې د شینوارو له سیمو د داعش، طالبانو او نورو تروریستانو ريښې وباسي.

XS
SM
MD
LG