د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار خونړۍ چاودنې ته داخلي او بهرني غبرګونونه


عکس (ارشیف) ننګرهار ولایت
عکس (ارشیف) ننګرهار ولایت

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په یو جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال پرونی مرګونی برید په کور دننه او بهر د بخښنې نړیوال سازمان، ایران، پاکستان، ناټو او په کابل کې د امریکا د سفیر لخوا په سختو ټکو غندل شوی دی.

د ننګرهار د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې پرون جمعه د اکتوبر پر ۱۸مه «تلې۲۶مه» د هسکې مېنې ولسوالۍ په یو جومات کې د چاودنې پرمهال ۶۲ تنه وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په ننګرهار کې پر لمونځ کوونکو برید «جنګي جنایت» بللی او د دغه برید د «پلان کوونکو او عاملینو» د مجازات غوښتنه یې کړې ده.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم د دغه برید غندلی او د پېښې له کورنیو او قربانیانو سره یې د غم شریکۍ په ښودلو سره ویلي:"لمونځ کوونکي، چې په یو سوله ییز محل کې سره راټولېږي وژل یې د منلو وړ نه دي."

هغه ټینګار کړی، چې ټول افغانان د ژوند او په ډله ییزه ډول د عبادت حق لري.

ناټو هم دغه برید غندلی او ویلي دي، چې له تروریزم سره د مبارزې په هدف به د افغانانو او افغان سرتېرو ترڅنګ ولاړ وي.

د پاکستان حکومت هم په یوې اعلامیې کې دغه خونړی برید په سختو ټکو غندلی او د پېښې د قربانیانو او کورنیو سره یې ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

پاکستان ترهګري غندلې او زیاتوي چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت او خلکو سره په ګډه کار کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د هکسې مېنې ولسوالۍ په یو جومات کې پرونی برید غندلی او هغه یې «وحشیانه» عملی بللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سید عباس موسوي ویلي:"د جمعې د لمانځه پر مهال د خدای په کور جومات کې د بې ګناه لمونځ کونکو په نښه کول د افغانستان د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې، بې اتفاقۍ اچولو او د جګړې او بې ثباتۍ د دوام په هدف د ترورستانو د شیطاني اهدافو او خوی نښه ده."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم دغه برید ته په غبرګون کې ویلي:"طالبان چې هم خپله په خونړیو تروریستي پېښو لاس پوري کوي او هم یې د داعش په شان ډلو ته د تروریستي فعالیتونو، ترور او وحشت زمینه برابره کړې ده."

وسله والو طالبانو هم دغه برید غندلی او خپل لاس لرل یې پکښي رد کړي دي.

تر دا مهاله بلې کومې وسله والې ډلې هم د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG