د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو د پاکستان د پولیسو په یوې پوستې برید کړی او 'درې تنه وژل' شوي


دا تصویر د دې پېښې نه دی او له ارشیف څخه اخیستل شوی دی
دا تصویر د دې پېښې نه دی او له ارشیف څخه اخیستل شوی دی

په پاکستان کې چارواکي وایي لسګونو وسله والو په «میانوالې» کې د پولیسو په یوې پوستې برید کړی دی چې په نتیجه کې یې «یو پولیس او دوه بریدګر» وژل شوي دي.

مقامات وايي برید کوونکي د «تحریک طالبان پاکستان» غړي وو.

برید د شنبې په شپه پیل شوی، خو پولیسو د یکشنبې په سهار پای ته ورسوه.

څه موده مخکې هم په میانوالي کې د پولیسو په یوې پوستې برید شوی و، چې د چارواکو په وینا هلته یې تلفات اړولي نه وو.

پاکستاني طالبانو لا د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

دا برید داسې مهال شوی دی چې څو ورځې مخکې په پاکستان کې د امنیتي مطالعاتو څیړنیز مرکز په خپل راپور کې وویل، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړنیو نهو میاشتو کې د دې هیواد په بیلا بیلو برخو کې څه باندې ۷۰۰ کسان د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي. په راپور کې ویل شوي چې د تیر کال په پرتله سږکال په پاکستان کې «ترهګریز بریدونه ۱۹» سلنه زیات شوی دي.

په راپور کې ویل شوي چې دا بریدونه په ځانګړي توګه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ولایتونو کې ډیر شوي. راپور وايي چې په تیرو نهو میاشتو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۳۸۶ غړي د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي چې ۱۳۷ یې سرتیري او ۲۰۸ یې پولیس وو.

دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد ادعا کوي چې د پاکستان د تحریک طالبان غړي په افغانستان کې دي او له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي، خو افغان طالبان دا تورونه ردوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG