د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کړکیچ په اړه د امریکا د استخباراتي او پوځي مقاماتو د نظر اختلاف


د امریکا د متحده ایالاتو پوځي او استخباراتي مقامات په افغانستان کې د جگړې د بهیر په هکله سره د نظر اختلاف لري.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د امریکا د متحده ایالاتو پوځي قوماندانان پدې باور دي چې د افغانستان لپاره د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تګلاره تر اوسه گټوره ده.خو د امریکا د استخباراتي ادارو مقامات وایي چې دغې تګلارې د افغانستان په جگړه کې هیڅ بدلون ندی راوړی.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې رپوټ زیاتوي چې د امریکا پوځي مقامات د افغانستان لپاره د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ستراتیژۍ په اړه "په احتیاط خوشبینه" دي، پداسې حال کې چې د امریکا د استخباراتي ادارو مقامات "په احتیاط بدبینه" دي.

د افغانستان د جگړې په هکله د امریکا د پوځي او استخباراتي مقاماتو د نظر اختلاف پداسې حال کې بربنډیږي چې ټاکل شوې پدې هیواد کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قومانداني د یکشنبې په ورځ د جنرال جان نیکلسن نه جنرال اسکات میلر ته انتقال شي.

له دې دمخه د امریکا د دفاع وزیر تیره اونۍ د افغانستان لپاره د امریکا د حکومت ستراتیژي موثره وگڼله او وویل چې پدې ستراتیژۍ سره پرمختگ کولای شو.

جیم متیس تیره سه شنبه وویل د امریکا د نوې ستراتیژۍ په عملي کیدو سره څرگندیږي چې د طالبانو ډله له بل هر وخت څخه خبرو ته زیات لیواله دي.

د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ستراتیژۍ یو اساسي عنصر پر طالبانو باندې فشار راوړل دي چې دغه ډله د افغانستان د حکومت سره خبرو ته کښیني.

خو د نوې ستراتیژۍ پر اساس په افغانستان کې د امریکایي قواو په شمیر کې د زیاتوالي سره سره او دا چې ددې ستراتیژۍ نه یو کال تیریږي د افغانستان امنیتي وضعیت چندان ښه نه بریښي او حتی طالبان توانیدلي چې د هیواد عمده ښارونه وگواښي. یو وروستی مثال یې پر غزني باندې د طالبانو حمله وه د ملکي وگړو په گډون په سلگونو کسانو ته په کې مرگ ژوبله واوښتله.

له بلې خوا د امریکا د پوځي او استخباراتي مقاماتو د نظر د اختلاف خبره پداسې حال کې کیږي چې د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې د چارو سرمفتیش یا سیگار د جمعې په ورځ وویل چې واشنگټن او کابل پدې موافق دي چې "په افغانستان کې د دایمي سولې او امنیت د ټینگیدو لپاره د طالبانو سره مذاکره او د یوې ثابتې سیاسي حل لارې رامنځ ته کیدل ضروري دي."

خو د طالبانو ډلې تر اوسه د افغانستان د حکومت سره د مستقیمو خبرو وړاندیز ندی منلی او د امریکا د متحده ایالاتو له حک،مت سره په مستقیمو خبرو ټینگار کوي. واشنگټن تل ویلي دي چې د افغانستان د حکومت په مشرۍ او مالکیت مذاکراتو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG