د لاس رسي وړ اتصالات

غني او پنس پر سولې او ټاکنو خبرې وکړې


ارګ وايي دا خبرې د سه شنبې په ورځ شوې دي
ارګ وايي دا خبرې د سه شنبې په ورځ شوې دي

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي چې د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال مایک پنس له ولسمشر غني سره پر تیلیفون خبرې کړي دي.

دا خبرې د سه شنبې په ورځ (اګست۲۸) شوې دي چې د ارګ په وینا دواړو خواو د افغانستان او جنوبي اسیال لپاره د ولسمشر ټرمپ د تګلارې، په افغانستان کې د سولې د بهیر او را روانو انتخاباتو په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي غني په خپل ټویټر کې دا خبر خپور کړی دی خو په اړه یې نور جزیات ورکړي نه دي:

ښاغلي غني ویلي دي چې د ولسمشر ټرمپ مرستیال د افغان حکومت څخه ننګه کړې او له امنیتي ځواکونو سره یې د مرستو د دوام ژمنه بیا تازه کړه.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې همدا تېره ورځ ارګ اعلان وکړ چې په روسیې کې د افغانستان په اړه د سولې مذاکرات تر نامعلومې مودې پورې وځنډول شوې.

ارګ وايي کابل او مسکو به په دې اړه په ګډه کار کوي. افغانستان او امریکا په دغه کنفرانس کې له ګډون کولو ډډه کړې وه خو طالبانو ویلي وو چې خپل استازي ور استوي.

امریکايي او افغان چارواکي وايي ټېنګار کوي چې د سولې خبرې باید د افغانانو له لوري او د افغانانو په مشرۍ وشي.

طالبان بیا وايي چې دوی د افغان حکومت پر ځای له واشنګټن سره خبرو ته اماده دي.

XS
SM
MD
LG