د لاس رسي وړ اتصالات

د پنټاګان پخوانی سلاکار: د طالبانو سره خبرې ښایي د مذاکرې سبب شي


د امریکا متقاعد پوځي او د پنتاگون پخوانی سلاکار کرستوفر کلندا د امریکا غږ سره د ځانگړې مرکې پر وخت
د امریکا متقاعد پوځي او د پنتاگون پخوانی سلاکار کرستوفر کلندا د امریکا غږ سره د ځانگړې مرکې پر وخت

د امریکا د دفاع وزارت یو پخوانی سلاکار وایي چې د امریکایي مقاماتو او طالبانو ترمنځ تازه خبرو اترو داسې شرایط برابر کړي چې کیدای د مذاکراتو سبب شي.

د امریکا د پوځ متقاعد ډگروال کرستوفر کلندا چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې او بیا د پنټاګان سلاکار و دا خبرې د امریکا غږ سره په ځانگړې مرکه کې وکړې.

ښاغلی کلندا چې اوس د طالبانو سره د خبرو په برخه کې رول لوبوي ویلي دي چې دمخه هم د افغانستان حکومت، طالبان او متحده ایالات درې واړه اړخونو د سولې د مذاکراتو غوښتنه کوله، خو د خبرو د پیل لپاره یې چې پر یو بل شرایط ایښول مقابل لورې نشوای کولای چې هغه عملي کړي.

خو اوس چې د امریکایي مقاماتو او طالبانو ترمنځ خبرې د افغانستان د حکومت سره په هم آهنگۍ شوي دي ددې پخواني امریکایي پوځي په وینا کیدای شي د د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د پیل کیدو سبب شي، ځکه د هغه په وینا یواځې افغانان کولای شي چې پر مشکلاتو بریالي شي.

خو ښاغلي کلندا ټینگار وکړ چې تر اوسه د امریکایي مقاماتو او طالبانو ترمنځ خبرې په ابتدایي پړاو کې دي او په لوړه کچه ندي شوي.

هغه د طالبانو د غوښتنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دغه ډله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون "اشغال" گڼي او بالاخره د "اشغال" پای رسیدل غواړي. ددغه پخواني پوځي په وینا طالبانو ویلي دي چې هغوی هغه وخت د سولې مذاکراتو ته حاضریږي چې نړیوال ځواکونه له افغانستان نه ووځي.

ښاغلي کلندا ددې رپوټونو په ځواب کې چې گواکې د طالبانو ډله د امریکایي ځواکونو د شتون په اړه لیدنې کتنې کوي یا نه، وویل چې هغه څه چې طالب مقاماتو پدې هکله ویلي دي دادي، که د سیاسي تفاهم وروسته یو حکومت جوړ شي چې د طالبانو مشران هم په کې دخیل وي، هغه حکومت به بیا تصمیم ونیسي چې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې پاته شي او افغان ځواکونه وروزي او که نه.

​خو د ښاغلي کلندا په وینا په اوس حال کې طالبان په اسانه نشي ویلای چې هغوی په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شتون سره ستونزه نلري او نړیوال ځواکونه کولای شي د هغه هیواد په گوټ گوټ کې تگ راتگ وکړي، ځکه ددې دلیل چې هغوی جگړه کوي په هغه هیواد کې د نړیوالو قواو شتون دی.

ښاغلي کلندا ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو وتل به د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ته د منلو وړ وي وویل چې که له افغانستان نه امریکا ته د ترهگرۍ گواښ متوجه نه وي هیڅ دلیل نشته چې امریکایي ځواکونه په هغه هیواد کې پاته شي.

هغه زیاته کړه چې طالبان درک کوي چې هغوی د افغانستان حکومت نشي ړنگولی، خو د تاوتریخوالی له لارې غواړي په مذاکراتو کې د پوره نفوذ نه برخورداره وي.

XS
SM
MD
LG