د لاس رسي وړ اتصالات

د متحدو ایالتونو، فیلیپین او ځينو نورو هېوادونو ګډ پوځي تمرینات

ټاکل شوې چې د متحدو ایالتونو، فیلیپین او په سیمه کې د ځینو نورو ملګرو هېوادونو ګډ پوځي تمرینونه پيل شي.

د متحدو ایالتونو یو پوځي مقام د سه شنبې په ورځ (اپریل۱۴) وویل چې دا تمرینونه به د اپریل د میاشتې په ۲۰مه نېټه پیل کېږي او د مۍ په اتمه به پای ته رسېږي او په خبره یې دا په سیمه کې د متحدو ایالتونو د نژدې ایتلافیانو سره د واشنګټن «قوي» ژمنتیا څرګندوي.

په دغو تمرینونو کې به، چې «اوږه په اوږه» نومېږي، ۱۷۰۰۰ سرتېري برخه لري او تر دې دمه دا د څو هېوادونو ترمنځ د ګډې روزنې تر ټولو پیچلی پروګرام بلل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس په تمرینونو کې د متحدو ایالتونو د پوځ ویاند رابرت بن د سه شنبې په ورځ د مانیلا په ښار کې وویل: «اوږه په اوږه [تمرین] له فیلیپین سره زموږ د قوي ایتلاف او د ازاد او خلاص هندو-پاسفیک سیمې په اړه زموږ د ژمنتیا د څرګندولو ښه فرصت دی.»

په دغو تمرینونو کې د جاپان ګډون هم سږکال غځول شوی، چې د ځان د دفاع ځواکونه به یې په انداختونو کې برخه اخلي، دوی به خپل ۸۸-Type ډوله له ځمکې څخه په بېړیو باندې توغول کېږي، وکاروي.

په دغو پوځي تمرینونو کې له فیلیپین سره د کاناډا، فرانسې نیوزلنډ او استرالیا ملګرتیا هم څرګنده شي، په دغو ګډو پوځي تمرینونو کې به د یادو هېوادونو بېړۍ، الوتکې او ځواکونه هم برخه لري.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG