متحدو ایالتونو او جنوبي کوریا د دوشنبې په ورځ خپل لوی کلني پوځي تمرینات پیل کړل، چې د شمالي کوریا د ګواښونو مخه ونیسي، شمالي کوریا خبرداری ورکړی چې دا تمرینات به سیمه ایزې شخړې لا زیاتې کړي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس، دا د «اولچي فریډم شیلیډ» په نوم دا تمرینات به ۱۱ ورځې وي.
په دغو ګډو پوځي تمریناتو کې تر ۲۰زرو ډېر سرتېري برخه لري، چې شاوخوا ۱۸۰۰۰ یې د جنوبي کوریا ځواکونه دي.
تېره اونۍ د جنوبي کویا ددفاع وزیر نو کوانګ چیول په یوې اعلامیې کې وویل چې دا تمرینات د شمالي کوریا سره «د پوځي مقابلې» لپاره پدې ائتلاف کې د متحدینو «دریځ» څرګندوي.
د دفاع وزیر همداراز اعلان وکړ چې ځواکونه به یې «له کرښې اخوا د هر ډول پاروونکي» اقدام د مخنیوي لپاره چمتو اوسي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوي د جنوبي کوریا نوی ولسمشر د همدې میاشتې په پای کې په واشنګټن کې له ولسمشر ټرمپ سره وویني.
د امریکایي رسنیو د راپور په اساس ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې جنوبي کوریا کې د مېشتو امریکایي ځواکونو د موجویت په اړه د ډېرو تادیاتو په غوښتلو سره به د لسیزو ائتلاف ولړزوي.
فورم \ دبحث خونه