د لاس رسي وړ اتصالات

د جام تاریخې څلی د نړیدو په حال کې


د جام تاریخي څلی
د جام تاریخي څلی
د افغانستان د لرغونتوب لويه نښه او ثبوت په هيواد کی د څو زره کلنو لرغونو اثارو شتون دی چی د سیمې په کچه یې سارې کم لیدل کیږي.

د افغانستان ددې ډول لرغونو اثارو نه يو هم د جام منار د پام او يادونې وړ آبده ده چې د منار څلې یې په ۱۱۹۰ زېږدیز کلونو (نهه پېړۍ وړاندې) د افغانستان د وخت د امپراطور سلطان غیاث الدین غوري په وخت کې د اوو کلونو په اږدو کې د سمندر له سطحې ۲۳۰۰متره لوړ، د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ شمال لودیځ په ۱۲ کلیومترۍ کې د خښتو او خاورو نه د ۶۵ مترو په لوړوالی جوړ شوی او په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې یونسکو په خپلو فرهنکي میراثونو کې ثبت کړی دی.

خو اوس دا تاریخي څلی د هریرود د سیند چې له څنګه یې تېرېږي، تر تهدید لاندې ، او د ورانيدو د خطر سره مخ دی.

لرغون پوه او د شيخ ذاهد د پوهنتون استاد رسول باوری وایي ټول لرغونی آثار د افغا نستان يا د هرهيواد د هويت پاڼی او د معنوي ذهنيت منعکس کوونکی دی. د افغانستان د تاريخی آبداتو د ساتلو د ادارې مسوول انجنيرعبدالاحد عباسي وايي د جام د څلې تاريخي، مادي او معنوي ارزښت ته په کتو، دوئ هڅه کوي تر څو ددغه څلې د ورانيدو او تخريبيدو د مخنيوی چاري په چټکې پيل اوددی کال ترپايه یي بشپړې کړي.

دا چی ددی لرغونې څلی د ورانيدو خبره څومره جدي او لامل يی څه دی؟ او که چيرې مرستندويه ټولنې ددی ابداتو د ساتلو اوبيا رغاونه لپاره مرسته په خپل وخت نه رسوي، حکومت بايد لاس ترزنې کينی او که دوئ هم پدې برخه کی څه مسووليت لري؟ د اشنا راډيو د خبریالې نوشابې آشنا دغو پوښتنو ته په افغانستان کی د تاريخی ابداتو د ساتنې د ادارې مسوول انجنيرعبدالاحد عباسي ځوابونه ویلي دي. دا مرکه دلته په گډه اوریدای شئ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:38 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG